بدخشان کې کلتوري فعاليتونه تر پخوا بهتر شوي دي
د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د حبیب یمګان پور د شعرونو ټولګې ( چهار سوی رسوایي) پرانستغونډې پرمهال د ياد ولایت فرهنګيانو وويل: دوی د فرهنګي فعاليتونو د بهتروالي او د دا ډول پروګرامونو د ډېرېدو شاهدان دي.
د کتاب ليکوال حبیب یمګان پور وویل: ددې کتاب له چاپ کولو يې موخه د ټولنې درد او رنځ د شعر او نظم په ژبه وړاندې کول دي.
د بدخشان فرهنګيان وايي: په بدخشان ولايت کې نسبت پخوا ته اوس د کلتوري فعاليتونو وضعيت بهتر شوی دی او دوی تل د کتاب لوستلو ته د ځوانانو د علاقې د ډيروالي، د ادبي غونډو او مشاعرو د جوړولو او د کتابونو د پرانست غونډو شاهدان دي.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د کلتور او ګرځندوی آمر محمد عارف فاروقي وايي: د اطلاعاتو او کلتور رياست تل هڅه کړې، چې د فرهنګيانو غوښتنو ته د امکان تر حده رسيدګي وشي، نوموړي د کلتوري هڅو د پراختيا په تائيدولو سره وویل: دوی د وړيا ښوونيز مرکز د جوړولو، د ځوانانو ترمنځ د کتاب لوستنې او لسګونه نورو ادبي او کلتوري غونډو جوړولو تر څنګ په بېلابېلو مناسبتونو مشاعرې جوړې کړي دي.
۱۴۴۶/۳/۲۶ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۸ هـ ل
