بادغیس کې د رسنیو مسؤلینو او د امارتي ادارو ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۳:۴۱
......

د بادغیس ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او امارتي ادارو ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس آخندزاده مطیع الله متقي په ټولنه کې د رسنیو پر مهم رول ټینګار وکړ او ویې ویل: رسنۍ باید د حقایقو په پام کې نیولو سره فعالیت وکړي او دا یې مسؤلیت دی، چې د خلکو لپاره سم، دقیق او اړین مطالب خپاره او نشر کړي، بې‌ طرفي د رسنیو له مهمو اصولو څخه ده، چې باید رعایت شي.
ښاغلي متقي د رسنیز نظم په تأمین او د ناسمو معلوماتو د خپرېدو په مخنیوي کې د همغږۍ رول اساسي وباله او د سیمه ‌ییزو رسنیو مسؤلینو څخه یې وغوښتل، چې د رسنیزو قوانینو، اصولو او د اسلامي امارت د تګلارې په پام کې نیولو سره فعالیت وکړي او د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره اغېزمن او مسؤلانه کار وکړي.
د ناستې په وروستیو کې خبریالانو، د رسنیو مسؤلینو او د امارتي ادارو ویاندویانو خپلې ستونزې، وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل.

۱۴۴۷/۵/۲۷ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS