بادغیس کې د اسلامي حکومتولۍ د ارزښت په اړه غونډه ترسره شوه

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۰:۵۹
12e

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د اسلامي حکومتولۍ ارزښت تر عنوان لاندې سيمینار ترسره  شو.
 یاد سمینار کې د ولایت مقام مرستیال، د علماوو شورا رئيس، مسؤلينو، دیني علماوو، مشرانو، د پوهنتون استادانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
په پيل کې د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي مطيع الله متقی د اسلامي حکومتولۍ د ارزښت، امن او امنیت په هکله وينا وکړه او ويې ويل: نن ورځ په ټول هیواد کې اسلامي حکومت حاکم او سرتاسري امنیت تامین دى.
د علماوو د شورا رئیس هم د اسلامي حکومتولۍ د ارزښت په اړه خبرې وکړې، نوموړي وويل: اسلام د خلکو د هوساینې او اصلاح لپاره بهترین دین او تګلارې ډالۍ کړي دي.
ياد سمینارکې د ښې او اسلامي حکومتولۍ ارزښت په ډاګه او د هیواد آبادي، د ملت او ټولنې هوساینه د اسلامي حکومت په سيوري کې اړینه وبلل شوه.

۱۴۴۶/۴/۷ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۹ هـ ل

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د هنر او فرهنګ معين له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي هرات ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه.

ښاغلي عزيزي وويل:. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

BACK TO NEWS