بادغيس کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۹:۱۷
…

دوشنبه (۲۷ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د بادغيس ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همغږۍ غونډه د ياد رياست د رئيس مولوي مطيع الله متقي مشرۍ ترسره شوه.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي مطيع الله متقي د خپلو خبرو په ترڅ کې رسنۍ د ملت او دولت ترمنځ د واقعي ترجمان په حیث وبللې او زياته يې کړه؛ رسنۍ او خبريالان د خلکو او دولت ترمنځ د اړيکو پل دی، چې فاصلې له منځه وړي او افکار سره تبادله کوي، ښاغلي متقي د دوی څخه وغوښتل چې د ا.ا.ا. له اصولو سره سم فعاليتونه ترسره کړي.

د رسنيو مسؤلينو او خبريالانو هم د خپلې ستونزې او د کاري چاپيريال د ښه والي په موخه  وړانديزونه او نظريات شريک کړل.

۱۴۰۳/۲/۱۷ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۶ میلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

پکتیکا کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دیني او عصري علومو بېلابېلو کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې شاوخوا ۴۰۰ ټوکه کتابونه پکې نندارې ته اېښودل شوي وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

 د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: اسلامي امارت هڅه کوي، چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۲:۴۳
Background image

د سیاحتي، زیارتي، روغتیایي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پیل شو

شنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده الحرم ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ د سیاحتي، زیارتي،. . .

BACK TO NEWS