اطلاعاتو او کلتور رياست ته دوه قلمه تاريخي آثار وسپارل شول

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۹:۲۷
mm

د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وايي: د یکاولنګ نمبر اول ولسوالۍ د امرباالمعروف او نهی عن المنکر آمر حضرت الدين ثابت د سفر پرمهال په چهل برج تاريخي سيمې کې دوه دانې د اوبو خټين نلونه پيداکړي دي، چې د تاريخي اهميت له مخې يې اطلاعاتو او کلتور رياست ته وسپارل.
د دوی په وينا؛ باميان ولايت د افغانستان يو له لرغونو ولايتونو څخه دی، ډير شمېر تاريخي او لرغونې سيمې لري، چې له مسلکي کيندنو پاتې دي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مقام له لوري وخت په وخت د لرغونو سيمو د پېژندنې او کيندنو لپاره مسلکي پلاوي رالېږل کيږي، چې د کيندنو پرمهال ترې مهم تاريخي آثار ترلاسه کيږي او په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د ساتنې په موخه ايښودل کيږي.
د یکاولنګ ولسوالۍ د امرباالمعروف او نهی عن المنکر آمر حضرت الدين ثابت وویل: يکاولنګ نمبر دو ولسوالۍ ته د سفر پرمهال يې په چهل برج تاريخي سيمې کې دوه د اوبو خټين نلونه پيدا کړل، چې تاريخي اهميت ته په کتو يې د ساتنې په موخه د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو ته وسپارل، نوموړي د باميانو ولايت له ولسونو وغوښتل چې د تاريخي آثارو د پلور او قاچاق څخه ډډه وکړي.
د باميانو د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي صفی الله رائد د ښاغلي ثابت څخه د مننې کولو ترڅنګ له ټولو خلکو وغوښتل چې د تاريخي او لرغونو شيانو د پيدا کولو په صورت کې يې د اطلاعاتو او کلتور رياست ته د ساتنې په موخه وسپاري.

۱۴۴۶/۲/۲ هـ ق
۱۴۰۳/۵/۱۶ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۴۸
Background image

ننګرهار کې سېلانیانو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته کېږي

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبیح‌ اللّه نوراني د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو سره په ناسته کې وویل: ننګرهار د هېواد په کچه ځانګړې تاریخي او تفریحي سیمې لري او باید ترې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ له تاریخي او سياحتي سیمو څخه لیدنه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مقام د دفتر رئیس مولوي احسان‌الله حسان د یو پلاوي په ملتیا د کاپيسا ولایت نجراب ولسوالۍ د سیلانیانو پر مخ د پرتو ستونزو د ارزونې په موخه د دې ولسوالۍ له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۳:۳۶
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرکزي ریاستونو د اجرائیه مدیرانو لپاره دری ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

شنبه، د ۱۴۴۶هـ ق د ذوالحجه الحرام ۲۴ نېټه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او ادارې چارو معینیت اړوند د کارکوونکو چارو ریاست د ادارې د پراختیا او ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د. . .

BACK TO NEWS