ارګون او سروبي ولسوالیو کې د امــارت پېژندنې علمي سیالۍ پایلې اعلان شوې
څۀ موده وړاندې د پکتیکا ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ځوانانو چارو آمریت او پوهنې ریاست پۀ ګډې همغږۍ په ارګون او سروبي ولسوالیو کې د ځوانانو، ښوونکو، زده کوونکو او طـالـب العلمانو ترمنځ د امارت پېژندنې علمي سيالۍ ترسره شوې وې، چې پایلې یې د جلا جلا غونډو پۀ ترڅ کې اعلان شوې.
د دواړو غونډو ویناوالو د پکتیکا له اطلاعاتو او کلتور رياست څخه مننه وکړه او د کتاب لوستنې کلتور پۀ ترويج او له خپل تاریخه د ښه خبرولو په برخه کې یې دا ډول پروګرامونه مهم او ګټور یاد کړل.
د ځوانانو چارو آمر محمد ذاکر نایاب وویل: پۀ ټول توان سره به د ځوانانو د ښې راتلونکې لپاره هڅې کوو، د ځوانانو ترمنځ د مطالعې دود پیاوړي کولو، سالم رقابت رامنځته کولو او د خپلو اسلافو له تاریخ د خبرېدو او پوهېدو پۀ موخه دا ډول سیالۍ ترسره کوي.
د یادو سیالو لومړيو او دویمو مقام ګټونکو غوره ګډونوالو ته لپټاپ کمپیوټرونه، درېيم، څلورم او پنځم مقام ګټونکو ته مبایلونه او تر پنځلسم مقام پورې غوره ګډونوالو ته بېلا بېلې جایزې او کتابونه ور کړل شول.
د يادونې وړ ده، چې یاده لړۍ د مرکز ښرنې سربېره د پکتیکا په ټولو ولسوالیو کې روانه ده.
۱۴۴۶/۲/۲۰ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۳ هـ ل
