اروزګان کې سلګونه ځوانانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوې ده

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۳:۵۸
...

د اروزګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو امریت له لوري ۷۰۰ تنو زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو کې د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر په وینا؛ دا مهال د ځوانانو چارو آمریت اړوند وړیا ښوونیز مرکز کې ۷۰۰ تنو زده کوونکو ته د دیني زده کړو، کمپیوټر پروګرامونو، انګلیسي ژبې او ریاضي زده کړو په برخو کې په وړیا ډول زمینه برابره شوې ده او هڅه کېږي چې یاد ښوونیز مرکز لا معیاري او پراخ شي.
دغه راز زده کوونکو د وړیا زده کړو له زمینې برابرولو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: یاد مرکز کې زده کړې په ښه ډول ترسره کیږي، زده کوونکو له نورو ځوانانو هم وغوښتل، چې له شته فرصت څخه ګټه واخلي او خپل علمي ظرفیتونه لوړ کړي.

۱۴۴۷/۷/۲ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

ګردیز کې د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز ګردیز کې د خصوصي ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا کې هنري سیالۍ ترسره او درې ورځني نندارتون پیل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د هنرستان ریاست او د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ ترسره او د دغو هنرمندانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د بغلان عامه کتابتون ته ۱۲۰۰ عنوانه کتابونه ډالۍ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د ولایت مقام له لوري ۱۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: دغه کتابونه د. . .

BACK TO NEWS