احمدخېلو ولسوالۍ کې د سیرت النبي ﷺ سیالۍ پایلې اعلان شوې
د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت له لوري د احمدخېلو پوهنې آمریت په همغږۍ د احمدخېلو ولسوالۍ په کچه د شاوخوا ۱۲۰ تنو ترمنځ د سیرت النبي ﷺ سیالۍ ترسره شوې وه، چې پایلې یې اعلان او مخکښ ګډونوال یې وستایل شول.
د ځوانانو چارو آمر د سیالۍ پر اهمیت، د ځوانانو سیرت او صورت برابرولو، مسؤلیتونو او د اسلامي امارت له لوري ځوان نسل ته د پاملرنې په اړه هراړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل: د علمي سیالۍ جوړولو څخه موخه ځوان نسل د علم په ګاڼه سمبالول او فکري روزنه ده.
په پای کې د سيالۍ غوره ګډونوال د اطلاعاتو او کلتور رياست او اړوندو ادارو له لوري په بېلابېلو ډاليو ونازول شول.
۱۴۴۷/۴/۲۶ هـ ق
