د سمنګان له محلي رسنیو څخه څارنه او لیدنه وشوه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۲:۵۰
asdf

د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤولینو د دې ولایت له محلي رسنیو څخه د چارو د لا ښه والي په موخه لیدنه او څارنه وکړه.
د اطلاعاتو آمر اسدالله عطايي د سمنګان د رسنیو فعالیتونه وستایل او ویې ویل: رسنۍ د ولس د سترګو او ژبې په حيث دي، چې حقایق تر خلکو رسوي، نوموړي زیاته کړه؛ د دې لیدنې موخه د رسنیو ملاتړ او د هغوی د ستونزو ارزونه وه، ترڅو وکولای شي د ا.ا.ا د پالیسیو په چوکاټ کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د خصوصي رسنیو د مسؤولینو په استازولۍ عبدالبصیر ظاهري او احمد جاوید افغان د اطلاعاتو او کلتور ریاست دا مسؤلانه اقدام وستایه او ژمنه یې وکړه، چې خپلې خپرونې به د نوو موضوعاتو او ملي لومړیتوبونو ته په ځانګړې پاملرنې پراخې کړي.
دا ډول ليدنې چې د مسؤلينو له لوري د رسنیو د ملاتړ او د خلکو او دولت ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره ځانګړې پاملرنه ښیي،  په لوړه کچه د رسنیزو ستونزو د حل او د لا زیات انسجام لپاره مثبته فضاء رامنځته کوي.

۱۴۴۶/۷/۲۱ ق
۱۴۰۳/۱۱/۳ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۱:۱۸
Background image

د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د ښاروالۍ مسؤلينو د همږغۍ ګډه ناسته وکړه

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د کلتوري او نشراتي همږغۍ د پیاوړتیا په موخه د هرات ښاروالۍ له مسؤولینو سره ګډه ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۹:۵۵
Background image

د اطلاعاتو او کلتور رئیس له ځوانانو سره وکتل

د دایکندي ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري آغا ولي قریشي د دغه ولایت له یو شمېر ځوانانو، لیکوالانو او فرهنګي شخصیتونو سره ولیدل.

قاري آغا ولي قریشي وویل: هغه ټولنه اقتصادي ودې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۹:۳۴
Background image

د ځوانانو ښونیز مرکز کې د فکري روزنې غونډه وشوه

د کونړ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند ښوونيز مرکز کې ځوانانو ته د فکري روزنې غونډه جوړه شوه.

د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي نجیب الله حنیف وویل: د ټولنې د اصلاح مسؤليت د. . .

BACK TO NEWS