د سمنګان له محلي رسنیو څخه څارنه او لیدنه وشوه
د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤولینو د دې ولایت له محلي رسنیو څخه د چارو د لا ښه والي په موخه لیدنه او څارنه وکړه.
د اطلاعاتو آمر اسدالله عطايي د سمنګان د رسنیو فعالیتونه وستایل او ویې ویل: رسنۍ د ولس د سترګو او ژبې په حيث دي، چې حقایق تر خلکو رسوي، نوموړي زیاته کړه؛ د دې لیدنې موخه د رسنیو ملاتړ او د هغوی د ستونزو ارزونه وه، ترڅو وکولای شي د ا.ا.ا د پالیسیو په چوکاټ کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د خصوصي رسنیو د مسؤولینو په استازولۍ عبدالبصیر ظاهري او احمد جاوید افغان د اطلاعاتو او کلتور ریاست دا مسؤلانه اقدام وستایه او ژمنه یې وکړه، چې خپلې خپرونې به د نوو موضوعاتو او ملي لومړیتوبونو ته په ځانګړې پاملرنې پراخې کړي.
دا ډول ليدنې چې د مسؤلينو له لوري د رسنیو د ملاتړ او د خلکو او دولت ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره ځانګړې پاملرنه ښیي، په لوړه کچه د رسنیزو ستونزو د حل او د لا زیات انسجام لپاره مثبته فضاء رامنځته کوي.
۱۴۴۶/۷/۲۱ ق
۱۴۰۳/۱۱/۳ ل