د اطلاعاتو او کلتور رئیس له ځوانانو سره وکتل
د دایکندي ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري آغا ولي قریشي د دغه ولایت له یو شمېر ځوانانو، لیکوالانو او فرهنګي شخصیتونو سره ولیدل.
قاري آغا ولي قریشي وویل: هغه ټولنه اقتصادي ودې او ځان بسیاینې ته رسېږي، چې ځوان نسل یې فعال وي او د پرمختګ او ترقۍ لپاره خپل مسؤليت ادا کړي.
نوموړي زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د ځوانانو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د زده کړو لپاره به ورته مناسب فرصتونه برابر کړي.
په ورته وخت کې یو شمېر ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هڅو مننه وکړه، چې د دوی د ظرفیت لوړولو لپاره یې بیلابېل ښوونيز پروګرامونه برابر کړي دي.
۱۴۴۶/۷/۲۲ ق
۱۴۰۳/۱۱/۴ ل
