قطر د افغانستان د کلتوري بنسټونو په استحکام او رغونه کې ونډه اخلي

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۰:۲۸
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي په کابل کې د قطر هېواد د سفارت سلاکار مردیف القشوتی سره په لیدنه کې د تېرو څه باندې دریو کلونو په اوږدو کې د افغانستان د کلتوري او تاریخي بنسټونو د پیاوړتیا او انکشاف په برخو کې د ګڼو لاسته راوړنو یادونه وکړه.
د ليدنې په ترڅ کې ښاغلي عزيزي وويل: افغانستان د تاریخي او هنري اثارو له اړخه غني هېواد دی او د اسلامي معمارۍ ،خطوطو، ميناتورۍ، موزیمونو او نورو کلتوري برخو د تحقیق او ګډو نندارتونو په برخو کې تفاهم او کارکولو ته چمتو دی.
همدا راز ښاغلي مردیف القشوتی وويل: موږ د افغانستان د خلکو او نظام په پرمختګ، ځان بساينې او لاسته راوړنو زیات خوشحالېږو او په ځانګړي ډول د کلتوري او هنري ارزښتنو په ساتنه او رغونه کې ونډه اخیستل خپل دیني او انساني مکلفیت بولو.
ښاغلي القشوتی زیاته کړه؛ قطر چمتو دی، چې د دوه اړخيزه تړون په رڼا کې د افغانستان د ګڼو کلتوري او تاریخي آبداتو او مرکزونو په تقویت او جوړونه کې مهم رول ولري.

۱۴۴۶/۵/۳۰ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۱۲ هـ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۰:۳۹
Background image

پنجشیر کې د کتاب ‌لوستنې کچه ۹۰ سلنه لوړه شوې

 د پنجشیر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي: د دې ولایت د اوسېدونکو په ځانګړي ډول د ځوانانو ترمنځ د کتاب ‌لوستنې لیوالتیا د تېرو کلونو په پرتله ۹۰ سلنه لوړه شوې ده.
د اطلاعاتو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين او مل پلاوي د ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د چارو څخه لیدنه وکړه

چهار شنبه (۶ شعبان ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او ادارې چارو معين مولوي قدرت الله جمال، د مقام د دفتر رئيس مولوي احسان الله حسان، د معينیت مشاور مولوي واثق او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۸:۵۸
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين د ميدان وردګو ولايت له والي سره وکتل

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال، د مقام د دفتر رئیس مولوي احسان الله حسان، د کارکونکو چارو رياست رئیس مولوي نقيب الله نعمان او. . .

BACK TO NEWS