د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين د ميدان وردګو ولايت له والي سره وکتل

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۸:۵۸
asdf

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال، د مقام د دفتر رئیس مولوي احسان الله حسان، د کارکونکو چارو رياست رئیس مولوي نقيب الله نعمان او ورسره مل پلاوي ميدان وردګو ولايت ته د خپل سفر پر مهال د یاد ولايت له والي قاري بختيار معاذ او د اطلاعاتو او کلتور له رئیس مولوي حبيب الله مجاهد سره د لا غوره همږغۍ او تورېزم صنعت ته د ودې ورکولو په هکله وکتل.
په دغه ليدنه کې مولوي قدرت الله جمال اطلاعاتو او کلتور رياست د ولايت په کچه د غوره همږغۍ يو مهم ارګان وباله او ويې ويل: سياحت او تورېزم چې د اوسنۍ نړۍ یو له مهمو تجارتونو شمېرل کيږي او ميدان وردګ ولايت د تاريخي جاذبو او سياحتي سيمو له اړخه يو غني ولايت دی، بايد دغې برخې ته ځانګړې پاملرنه وشي.
ښاغلي جمال زياته کړه؛ د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره  ډېرو ولايتونو ته د بهرنيو سیلانیانو راتګ ډېر شوی، نو  د اطلاعاتو او کلتور رياست دې  له ولايت مقام سره په همږغۍ کار وکړي، تر څو دې ولايت ته د سیلانيانو راتګ ډېر شي او خلکو ته د کار زمينه برابره شي.
د میدان وردګو والي قاري بختيار معاذ د وزارت راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل: اطلاعاتو او کلتور رياست او اړونده رسنۍ له ولايت مقام سره په پوره همږغۍ کار کوي او تل هڅه کوي، تر څو د ميدان وردګو ولايت اړوند لرغونې آبدې او سياحتي سيمي وساتي، ښاغلي معاذ د ولايت مقام له اړخه  له اطلاعاتو او کلتور رياست سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
بل خوا د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبيب الله مجاهد وويل: په تېرو دوه کلونو کې مو په یاد ولايت کې ۷۵ لرغونې آبدې او سياحتي سيمې ثبت کړي، چې لرغونې استوپې او لويې تاريخي کلاګانې پکې شاملې دي، په دغه ولايت کې یې د مجاهد ملي موزيم تر نامه لاندې موزیم  د ولايت مقام په همکارۍ جوړ کړی، چې تر دې مهاله ورته ګڼ شمېر لرغوني او نظامي آثار راټول شوي او د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو تر څنګ ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو سيلانيانو ترې ليدنه کړې ده.

۱۴۴۶/۸/۶ ق
۱۴۰۳/۱۱/۱۷ ل

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د هنر او فرهنګ معين له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي هرات ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه.

ښاغلي عزيزي وويل:. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

BACK TO NEWS