پنجشیر کې د کتاب ‌لوستنې کچه ۹۰ سلنه لوړه شوې

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۰:۳۹
بلات

 د پنجشیر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي: د دې ولایت د اوسېدونکو په ځانګړي ډول د ځوانانو ترمنځ د کتاب ‌لوستنې لیوالتیا د تېرو کلونو په پرتله ۹۰ سلنه لوړه شوې ده.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملکزاده وايي: د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته د کتاب‌ لوستنې کلتور په ټول پنجشیر کې پراختیا موندلې او خلک تر پخوا ډېر ورته پام کوي.
 د نوموړي په وینا؛ د ادبي او تاریخي آثارو لکه مثنوي معنوي او فردوسي شاهنامې لوستل په پنجشیر کې له پخوا راهیسې دود درلود او اوس هم د دې ولایت د کلتور یوه مهمه برخه ګڼل کېږي.
ښاغلی ملکزاده زیاتوي؛ د یوې سروې له مخې د پنجشېر شاوخوا ۹۰ سلنه اوسېدونکو کتاب لوستنې ته مخه کړې ده، چې دا شمېره د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

۱۴۰۳/۱۱/۱۷ ل
۲۰۲۵/۲/۵ ز

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۵:۲۸
Background image

بادغیس کې (مسلمان ځوان او په ټولنه کې یې فرهنګي مسؤلیت) په نوم سمینار وړاندې شو

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري یو شمېر فرهنګ پالو ځوانانو ته د مسلمان ځوان او په ټولنه کې یې فرهنګي مسؤلیت په نوم سمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي مطیع. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۳:۲۶
Background image

نیمروز کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رئیس مفتي حبیب الله الهام په مشرۍ د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب‌الله الهام ګډونوالو ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۰:۵۹
Background image

هلمند کې د فکري روزنې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري، د الرباط فکري او فرهنګي ادارې، هلمند پوهنتون او پوهني ریاست په ګډو همکارو د هلمند پوهنتون په تالار کې د فکري روزنې سیالۍ مخکښ ګډونوال. . .

BACK TO NEWS