يوې فرانسوۍ سياحې د پروان له سياحتي ځايونو څخه ليدنه وکړه

wali_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
afg


د پروان داطلاعاتو او کلتور رياست د خبر له مخې تیره ورځ يوې فرانسوۍ سياحې اورين بیتسابی د پروان د سياحتي ځايونو تر څنګ د اطلاعاتو او کلتور له رئيس سره د نوموړي په دفتر کې وکتل.
د ليدنې په ترڅ کې اغلې اورين بیتسابی پروان ولايت ته  د سفر موخه ددې ولايت د سياحتي او تاريخي ځايونوليدل، او د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه ليدنه وښوده.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس الرحمن صديقي د اغلې اورين بیتسابی څخه پروان ولايت ته د راتلو له امله مننه وکړه، او د پروان ولايت د تاريخي ځايونو په اړه يې نوموړې ته معلومات ورکړل.
مولوي صديقي وويل، پروان ولايت د افغانستان يو له مهمو ولايتونو څخه دی چې له شمال سره د مرکز د يوځای کولو نقطه ده، او د ليدو لپاره کافي تاريخي ځايونه لري، د جبل السراج تاريخي ارګ، د سالنګ سياحتي دره، د توپدرې استوپه چې ۱۸۵۰ کاله تاريخي قدامت لري، ګل غونډۍ چې د ارغوان ګل له امله ډيره مشهوره ده،د غوربند دره او د ګلبهار عمومي باغ يې د يادونې وړ دي.
 د اطلاعاتو او کلتور رئيس همدا راز د سياحينو په اړه د اسلامي امارت د پاليسۍ په اړه هم معلومات ورکړل، او ويې ويل، اسلامي امارت ټولو هغو سياحينو ته اسانتياوې برابروي، چې ددوئ له پاليسۍ سره سم اصول او مقررات رعايت کړي، او د خلکو فرهنګي تمدن او جغرافيې ته احترام قايل وي.
پروان ولايت ته په دې وروستيو کې د خارجي سياحينو تګ راتګ زيات شوی دی، چې څه موده مخکې هم دوه تنو خارجي سياحينو له پروان ولايت څخه ليدنه کړې وه.

۱۴۴۴/۸/۲۵ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۲۷ هـ ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۵:۷
Background image

پکتیکا کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

شنبه ( ۲۵د شوال المکرم ۱۴۴۵) د پکتيکا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د ياد ولايت د والي په دفتر کې د دولتي او خصوصي رسنيو له استازو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۴:۴۵
Background image

پروان ښوونیز مرکز کې لسګونه ځوانانو ته د کمپیوټر زده کړې کورس پیل شو

شنبه ( ۲۵ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د پروان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند ښوونیز مرکز کې شاوخوا۱۰۰ تنه زده کونکو ته د کمپیوټر ښوونیز پروګرام پیل شو.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۴:۳۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس د شهرک ولسوالۍ له لرغونو او تاريخي ځايونو څخه ليدنه وکړه

شنبه (۲۵ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي عبدالحی زعيم شهرک ولسوالۍ ته د سفر پرمهال د جام تاريخي او لرغوني منار له وضعيت او د جام منار د ساتونکي پوستې څخه. . .

BACK TO NEWS