د پښتو او دري ژبو لیکلار د سمون او یوالي پنځه ورځنی علمي او فرهنګي ورکشاپ پیل شو

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۶:۲
..

یکشنبه نېټه (۱۴۴۸ ربیع الاول ۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د ژبو عالي شورا کمېسیون له لوري د «پښتو او دري ژبو لیکلار د سمون او یوالي» په نوم د ژبو د علمي بنسټونو د پیاوړتیا، په لیکلارو کې د همغږۍ رامنځته کولو او د ادبي او فرهنګي معیارونو د لوړولو په موخه د ملي موزیم په تالار کې پنځه ورځنی علمي او فرهنګي ورکشاپ پیل شو.
په دغه ورکشاپ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د یاد وزارت رئیسانو، د لوړو زده کړو وزارت، پوهنې وزارت، علومو اکاډمۍ، کابل پوهنتون، د ښوونې او روزنې پوهنتون استازو، استادانو، څېړونکو، ژبپوهانو، لیکوالانو، خبریالانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
د ورکشاپ په پیل کې د خلکو د فرهنګ رئیس حافظ سیف الرحمن محمدي د دغه ورکشاپ د جوړېدو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د ژبو عالي شورا کمېسیون د هېواد د ژبو لپاره د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه رامنځته شوی، ترڅو د هېواد د ملي او نورو ژبو لپاره یو شان لیکدودونه چمتو او ترتیب کړي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي د ژبو د ارزښت او اهمیت په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: د انسان غوره والی په ژبه او علم پورې تړاو لري. نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د ټولو ژبو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره ژمن دی او په اسلامي نظام کې د ژبني، قومي، سمتي او مذهبي تعصب لپاره هېڅ ځای نشته.
د ښاغلي طیبي په وینا؛ د اسلامي نظام دښمنان تل هڅه کوي، چې د اختلافاتو په رامنځته کولو سره د هېواد خلک په بېلابېلو ډلو ووېشي؛ خو اسلامي امارت به د دا ډول اقداماتو ته اجازه ورنه کړي. نوموړي له ګډونوالو څخه وغوښتل، چې د هېواد د ژبو د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې پوره همکارۍ وکړي.
ورپسې د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګې استاد پوهاند اجمل ښکلي، د دري ژبې او ادبیاتو څانګې استاد پوهاند روضت الله مجید، د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب رئیس مفتي محمد حلیم شاکر، استاد محمد معصوم هوتک او د افغانستان د علومو اکاډمۍ استازي د واحد لیکدود په اړه خبرې وکړې او ویې وویل: د پښتو او دري ژبو په لیکلارو کې ځینې توپیرونه شته او د دغه ورکشاپ موخه د همدې توپیرونو ارزونه او د دواړو ژبو لپاره د واحد او معیاري لیکدودونو چمتو کول دي، ترڅو په علمي، ښوونیزو، اداري او فرهنګي برخو کې په همغږې توګه ورڅخه استفاده وشي.

۱۴۰۵/۶/۱ هـ ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۶:۲
Background image

د پښتو او دري ژبو لیکلار د سمون او یوالي پنځه ورځنی علمي او فرهنګي ورکشاپ پیل شو

یکشنبه نېټه (۱۴۴۸ ربیع الاول ۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د ژبو عالي شورا کمېسیون له لوري د «پښتو او دري ژبو لیکلار د سمون او یوالي» په نوم د ژبو د علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۴۴
Background image

په ۸ ولایتونو کې ۴۴ لرغونې ساحې او تاریخي آبدات تثبیت او د حریم ټاکنه یې وشوه

د لرغون‌ پیژندنې کمېټې پلاوي غزني، زابل، اروزګان، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او هرات ولایتونو ته سفر وکړ او په ټولیزه توګه یې ۴۴ لرغونې ساحې او تاریخي آبدي وضعیت له نږدې وڅېړل. د یادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۴۵
Background image

غزني کې د یو شمېر ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو ته علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د پوهنې ریاست په همغږۍ د اسلامي ثقافت په مرکز کې د دې ولایت یو شمېر امارتي او خصوصي ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو ته یو ورځنی علمي او فرهنګي. . .

BACK TO NEWS