هرات کې د فریلانسینګ(آنلاین کار) په اړه درې ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۶
..

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ۱۵۰ تنو ځوانانو ته د فریلانسینگ(آنلاین کار) په اړه درې ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي؛ دا پروګرام د ځوانانو د ډیجیټلي مهارتونو لوړولو او د دوی لپاره د کاري فرصتونو برابرولو په موخه جوړ شوی دی.
د مسؤلینو په وینا؛ ځینو ځوانانو چې مخکې یې د فریلانسینگ روزنیزې دورې بشپړې کړې وې، په تېرو شپږو میاشتو کې له آنلاین کار څخه څه باندې ۳۰ زره ډالر عاید ترلاسه کړی دی.
ورته مهال د سیمینار ګډونوالو د دې پروګرام له جوړولو څخه هرکلی وکړ او ویې ویل: ښوونکو ورته په عملي ډول آنلاین بازارونو کې د فعالیت لارې چارې، د کاري پروژو موندلو څرنګوالی او له انټرنیټ څخه د عاید ترلاسه کولو میتودونه ښودلي دي.
ګډونوالو زیاته کړه، چې د فریلانسینگ مهارتونه زده کول کولای شي، ځوانانو ته دوامداره کاري فرصتونو برابر کړي او نړیوالو کاري فرصتونو ته یې لاس رسی پیدا شي.

۱۴۴۸/۱/۹ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۶
Background image

هرات کې د فریلانسینګ(آنلاین کار) په اړه درې ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ۱۵۰ تنو ځوانانو ته د فریلانسینگ(آنلاین کار) په اړه درې ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي؛ دا پروګرام د ځوانانو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۵۵
Background image

د امارتي ادارو له ویاندیویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې

د غزني او پکتیا ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د امارتي ادارو له ویاندیویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۸
Background image

کوهبند ولسوالۍ کې د توت دودیزه جشنواره جوړه شوه

د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري کوهبند ولسوالۍ اړوند شنکاخېل په سیمه کې (د شعرونو له شور سره د توت دودیزه مېله) په نوم د توت دودیزه جشنواره جوړه شوه، چې پکې علماوو کرامو، ګڼ. . .

BACK TO NEWS