د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو څخه څارنه وکړه.
په پیل کې د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رییس ښاغلي قاري ولي‌ګل جواد د دې کمېسیون د فعالیتونو په اړه له رسنیو، هټیوالو او ښاریانو سره خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې لوحې او اعلاناتي تابلوګانې باید د اسلامي شریعت او افغاني فرهنګ له ارزښتونو او د ملي ژبو مطابق برابرې شي.
وروسته د یادې سیمې اړوند لوحو او اعلاناتي تابلوګانو څخه څارنه وشوه، چې له نېکه مرغه د یادې سیمې اړوند زیاتره لوحې او اعلاناتي تابلوګانې د کمېسیون د طرزالعمل مطابق برابرې شوې وې او هغه لوحې او اعلاناتي تابلوګانې چې ستونزې او نیمګړتیاوې یې درلودې خاوندانو ته یې د کمېسیون د غړو له لوري د اصلاح په موخه اړینې سپارښتنې وشوې، دغه راز هغه لوحې او اعلاناتي تابلوګانې چې په بهرنیو ژبو ترتیب شوې وې خاوندانو ته یې په ملي ژبو بدیلو کلمو د ترتیب کولو سپارښتنې هم وشوې.
د یادونې وړ ده، چې په یادې سیمه کې د ۲۵۰ لوحو او اعلاناتي تابلوګانو څارنه وشوه.

 ۱۴۴۷/۱۲/۳۰ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۵۵
Background image

هلمند کې لسګونو ځوانانو ته یو ورځنۍ روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري په هلمند ښوونيز مرکز کې لسګونو ځوانانو ته د فکري روزنې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱۹
Background image

د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه لسګونو تنو ځوانانو ته د عامه پوهاوي یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

BACK TO NEWS