د هرات ارګ کې د تاریخي ډبرو د ساتنې دوه سالونونه پرانېستل شول

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۷:۱۶
...

د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د جذب او لیدنې په موخه، د هرات په اختیارالدین کلا یا ارګ کې د تاریخي ډبرو د ساتنې او نندارې لپاره دوه ځانګړي سالونونه پرانېستل شول.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي: په دغو دوو سالونونو کې ۲۲۰ تاریخي ډبرې ساتل کېږي، چې لرغونتیا یې له ۵۰ تر ۶۰۰ کلونو پورې رسېږي، پر هرې تاریخي ډبرې ځانګړی بارکوډ لګول شوی، ترڅو سیلانیان وکولای شي، د هغه په سکن کولو سره د دغو اثارو اړوند معلومات ترلاسه کړي.

د مسؤلینو په وينا؛ دا تاریخي ډبرې د هرات له بېلابېلو لرغونو سیمو، زیارتونو او تاریخي ودانیو څخه راټولې شوې دي، چې ډېری یې د تیموریانو دورې پورې اړه لري.

هغه ډبرې چې د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو شاوخوا د تخریب، ضاېع کېدو یا غلا له ګواښ سره مخ وي، د ښه ساتنې او خوندي کولو لپاره به دغو سالونونو ته انتقالېږي.

د هرات موزیم مسئولین وایي: د تاریخي ډبرو د سالونونو په پرانېستلو سره به د هرات ارګ ته د سیلانیانو د ورتګ کچه لوړه شي، چې دا اقدام کولای شي، د هرات تاریخي او فرهنګي لرغونتوب کورنیو او بهرنیو لیدونکو ته لا ښه وپیژني.

د یادونې وړ ده، چې دا ټولې ډبرې په لاسي ډول حجاري شوي او په بېلابېلو اسلامي لیکدودونو او هنري نقشونو سینګار شوې دي، چې د بېلابېلو تاریخي دورو د صنعت‌کارانو هنر او مهارت څرګندوي.

۱۴۴۷/۱۲/۰۴ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۷:۱۶
Background image

د هرات ارګ کې د تاریخي ډبرو د ساتنې دوه سالونونه پرانېستل شول

د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د جذب او لیدنې په موخه، د هرات په اختیارالدین کلا یا ارګ کې د تاریخي ډبرو د ساتنې او نندارې لپاره دوه ځانګړي سالونونه پرانېستل شول.

د اطلاعاتو او کلتور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۷:۱۱
Background image

د قطر سفیر له ملي آرشیف څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه( ۴ د ذوالحجې ۱۴۴۷) په کابل کې د قطر شاهي دولت سفیر ډاکټر مردف القاشوطي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ملي آرشیف څخه لیدنه وکړه.

د ملي آرشیف رئیس قاري عبیدالله حنیف، د ښه راغلاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۲:۴۳
Background image

اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د ګوهري ادبي بهیر ماښامنۍ مشاعره ترسره شوه

لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ګوهري ادبي بهیر اتمه ماښامنۍ مشاعره د لوګر اطلاعاتو فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار، د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم، د یو شمېر. . .

BACK TO NEWS