د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اوومې ناحیې څخه څارنه وکړه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۲۸
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اوومې ناحیې د چهل ستون سیمې اړوند د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو څخه څارنه وکړه.
د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رییس له رسنیو، اصنافو او ښاریانو سره د دې کمېسیون د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.
وروسته د کمېسیون غړو د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د څارنې او سمون د موخو او څرنګوالي په اړه، د کمېسیون له معیارونو سره سم له هټۍ لروونکو او کسب کارانو سره خبرې وکړې او هټۍ لروونکو او کسب کارانو ته یې اړینې سپارښتنې وکړې.
همدارنګه، په دې پروګرام کې د کمېسیون د مسلکي غړو له لوري د غیرمعیاري لوحو او اعلاناتو لپاره بدیلونه وړاندې شول او یو شمېر غیرمعیاري لوحې لرې کړل شوې.
دغه راز د سیمې اوسېدونکو او بېلابېلو اصنافو د کمېسیون د پروګرامونو او فعالیتونو ستاینه وکړه او یادونه یې وکړه، چې د ملي ژبو او فرهنګي ارزښتونو د پیاوړتیا، د ښار د ښکلا ساتنې او د خپلو لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د تنظیم په برخه کې به له دغه کمېسیون سره له هېڅ ډول همکارۍ او هڅو ډډه و نه کړي.
د یادونې وړ ده، چې په یادې سیمه کې د ۱۲۰ لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو څارنه وشوه.

۱۴۴۷/۱۱/۲۵ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۲۸
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اوومې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اوومې ناحیې د چهل ستون سیمې اړوند د لوحو او تبلیغاتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۷
Background image

هنر

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د هنرستان ریاست اړوند د غلام محمد میمنګي د هنري زده کړو له مرکز څخه ۱۵۵ تنه فارغ شوي دي.
دغه راز په کابل ښار کې ۱۱ او بامیانو کې یو د هنري آثرو نندارتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۲
Background image

عامه کتابتونونه

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د اقتصادي همکاریو(ECO) سازمان اړوند د ډیجیټل کولو، تعلیم او تحقیق کمېټو کې د افغانستان عامه کتابتونونو ریاست غړیتوب ترلاسه کړ.
د تېر لمریز کال په لړ کې د. . .

BACK TO NEWS