عامه کتابتونونه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۲
...

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د اقتصادي همکاریو(ECO) سازمان اړوند د ډیجیټل کولو، تعلیم او تحقیق کمېټو کې د افغانستان عامه کتابتونونو ریاست غړیتوب ترلاسه کړ.
د تېر لمریز کال په لړ کې د عامه کتابتونونو ریاست د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې (۳۳) فرهنګي، مطالعاتي، ادبي او فکري پروګرامونه ترسره کړي دي.
په یاده موده کې د ټیکا موسسې په همکارۍ د مطالعې عمومي تالار او د ماشومانو ځانګړی تالار ترمیم او تجهیز شوی او د ترکیې ملي کتابتون اړوند د افغانستان پېژندنې څانګې ته لسګونه ټوکه کتابونه لېږدول شوي دي.
دغه راز د عامه کتابتونونو له تالارونو څخه په مرکز کابل کې  مطالعې کوونکو ته (۱۸۱۴۲) ټوکه کتابونه په امانت ورکړل شوي دي او د کتاب لوستنې په برخه کې شاوخوا (۶۰) زره تنو ته خدمات وړاندې شوي دي.
همدارنګه د (۱۸۱) ټوکو کتابونو ډیجیټلي(سکن) کولو ترڅنګ په مرکز کابل کې (۳۲۷) تنو ته د عامه کتابتونونو د عضویت کارتونه هم ویشل شوي دي.

عامه_کتابتونونه

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۲۸
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اوومې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اوومې ناحیې د چهل ستون سیمې اړوند د لوحو او تبلیغاتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۷
Background image

هنر

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د هنرستان ریاست اړوند د غلام محمد میمنګي د هنري زده کړو له مرکز څخه ۱۵۵ تنه فارغ شوي دي.
دغه راز په کابل ښار کې ۱۱ او بامیانو کې یو د هنري آثرو نندارتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۲
Background image

عامه کتابتونونه

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د اقتصادي همکاریو(ECO) سازمان اړوند د ډیجیټل کولو، تعلیم او تحقیق کمېټو کې د افغانستان عامه کتابتونونو ریاست غړیتوب ترلاسه کړ.
د تېر لمریز کال په لړ کې د. . .

BACK TO NEWS