کاپیسا کې د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۵
...

د کاپیسا اطلاعاتو او کلتور رئیس په مشرۍ د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس له رسنیو څخه د امارتي ادارو او هېواد ملي ګټو اړوند موضوعاتو د غوره رسنیز کولو له امله د مننې کولو ترڅنګ د خبریالانو ترمنځ د لازیاتې همغږۍ پر پیاوړتیا باندې ټینګار وکړ.
نوموړي له خبریالانو څخه وغوښتل چې د خبریالي مسلکي اصول او رسنیز اخلاق مراعت کړي او د عامه افکارو مثبت لور ته هڅولو په برخه کې کوښښ وکړي.
د غونډې په لړ کې، د رسنیو مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ملاتړ څخه د مننې کولو ترڅنګ معلوماتو ته د ښه لاسرسي او د شته ستونزو د حل غوښتونکي شول، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو له لوري د پوره همکاریو او د ستونزو د حل ډاډ څرګند شو. 

۱۴۴۷/۱۰/۲۹ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۵:۳۵
Background image

پروان کې د سیکولریزم په اړه شپږ اونیو علمي سیمینار پای ته ورسېده

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د کلمات علمي او څېړنیزې ادارې له‌خوا هغه شپږ اوونیز علمي سیمینار، چې د چاریکار ښار د ښوونځیو ۵۰ تنو وړ او لایقو زده‌کوونکو ته د سیکولریزم د پایلو او منفي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۴۸
Background image

پکتیا کې د سیلانیانو لپاره نوې سیاحتي سیمه تشخیص شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د سیلانیانو لپاره د (بهلول دانا) په نوم نوې تاریخي او تفریحي سیمه تشخیص او وپیژندل شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۲۲
Background image

زابل کې د کمپیوټر زده کړو له ټولګیو څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کمپیوټر زده کړو له ټولګیو څخه لسګونه ځوانان فارغ او تصدیق‌پاڼې یې ترلاسه کړې.
په دې اړوند جوړه شوې غونډه کې د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

BACK TO NEWS