کندوز کې د شمال ختيځ زون د دولتي ادارو له وياندویانو او نشراتي مسؤلينو سره د همږغۍ غونډه وشوه

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۴:۴۸
نخهت

یکشنبه( اول د جمادی الاولی ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري په کندوز ولايت کې د شمال ختيځ زون د دولتي ادارو له ويانديانو او نشراتي مسؤلينو سره د همږغۍ غونډه وشوه.
یاده غونډه کې د باختر اطلاعاتي آژانس رئيس او د خپرونو چارو معينيت سرپرست مولوي ضياءالحق حقمل، اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست رئيس مولوي رحمت الله نړيوال، د شمال ختيځ زون د اطلاعاتو او کلتور رياستونو رئيسانو، د دولتي ادارو وياندويانو او نشراتي مسؤلينو ګډون درلود.
د غونډې په پيل کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست رئیس مولوي رحمت الله نړیوال د اسلامي امارت له ادرس څخه د هر کس د نشراتو نه کولو په تړاو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان تشریح کړ، همدا راز نوموړي وويل: د رسنیو او خبريالانو سره ښه چلند کوئ، په کاري چاپيريال کې مو د صميميت فضاء رامنځته کړئ، د صمیمیت فضاء جوړول مو چارې ګړندۍ کوي او لاسته راوړنې به په ښه ډول تر خلکو رسیږي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د باختر اژانس رئیس او د خپرونو چارو معینیت سرپرست مولوي ضیاء الحق حقمل وویل: رسنيز معلومات باید په ښه او باکیفیته ډول تر رسنيو ورسول شي، تر لاس لاندې کسان مو په مسلکي ډول وروزئ، تر څو رسنیز ډګر لا پیاوړی شي، د اسلامي نظا م تر چتر لاندې رسنۍ باید په نړیواله کچه بې مثاله وي، نوموړي زياته کړه؛ ویاند د ټولې ادارې ویاند او رسمي ادرس دی، بغیر له توپیره دې له همکارانو سره یو ډول چلند کوي، ، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ټولو معیاري رسنیو د ستونزو حل ته ژمن دی.
د غونډې په ترڅ کې د دولتي ادارو ویاندويانو او نشراتي مسؤلينو ځينې پوښتنې، ستونزې او نظريات له مسؤلينو سره شريک کړل، چې د مسؤلينو له لوري د پوښتنو ځوابونه ورکړل شول او د ستونزو د له منځه وړلو ډاډ ورکړل شو.

۱۴۰۳/۸/۱۳ هـ ل
۲۰۲۴/۱۱/۳ میلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۵:۲۸
Background image

بادغیس کې (مسلمان ځوان او په ټولنه کې یې فرهنګي مسؤلیت) په نوم سمینار وړاندې شو

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري یو شمېر فرهنګ پالو ځوانانو ته د مسلمان ځوان او په ټولنه کې یې فرهنګي مسؤلیت په نوم سمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي مطیع. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۳:۲۶
Background image

نیمروز کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رئیس مفتي حبیب الله الهام په مشرۍ د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب‌الله الهام ګډونوالو ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۰:۵۹
Background image

هلمند کې د فکري روزنې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري، د الرباط فکري او فرهنګي ادارې، هلمند پوهنتون او پوهني ریاست په ګډو همکارو د هلمند پوهنتون په تالار کې د فکري روزنې سیالۍ مخکښ ګډونوال. . .

BACK TO NEWS