کندهار کې د انار ګل دوديزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

panah_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۰:۳۳
...

د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د انار ګل دوديزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه، چې پکښې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر مولوي حمداللّه نعماني، د کندهار والي حاجي ملا صاحب، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق اللّه عزیزي، د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح اللّه مجاهد، د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي انعام اللّه سمنګاني، د امارتي ادارو مسؤلینو، د کندهار او هیواد له نورو ولایتونو څخه لسګونو شاعرانو، نعت ویوونکو، ترانه ویوونکو او زرګونه تنو ولسي خلکو ګډون کړی وو.
د مشاعرې ګډونوالو ته د وینا پرمهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتیق الله عزیزي د اسلامي امارت لخوا د مشاعرو د بندېدو اوازې رد کړې، نوموړي وویل : څه موده مخکې مغرضو رسنیو دا تبلیغات کول، چې په افغانستان کې د مشاعرو لړۍ بنده شوه، دا دی نن وينو چې په تاریخي کندهار کې د انارګل دودیزه کلنۍ مشاعره روانه ده، آيا دا د مغرضینو پر مخ یوه درنه او تاریخي څپيړه نه ده؟ “
ښاغلي عزیزي زیاته کړه؛ اسلامي امارت د شعر او ادب، شاعرانو او مشاعرو د محدوديت او او بندولو اراده نه لري، بلکې د ادیبانو، شاعرانو او مشاعرو د ښه انسجام له پاره هلې ځلې کوي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله تعالی له لوري د مشاعرو لپاره د جوړ شوي طرزالعمل له مخې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مکلف شوی، چې د کال په پای کې د ټولو شاعرانو د شعرونو ارزونه وکړي او د هغوی د ستاینې لپاره مکافات په نظر کې ونیسي.
همدا راز د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي انعام اللّه سمنګاني د مشاعرې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د امیرالمؤمنین حفظه اللّه تعالی لخوا شعر او ادب ته د پاملرنې په موخه یو طرزالعمل جوړ شوی دی او د هغه طرزالعمل په اساس لومړنۍ مشاعره په کندهار کې جوړه شوه. 
نوموړي د ولایت مقام، امنیه قومندانۍ، ښاروالۍ، برېښنا او استخباراتو د ریاستونو تر څنګ د روشن مخابراتي شبکې له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې د مشاعرې په جوړولو کې یې همکاري ورسره کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې یاده مشاعره د پنجشنبې په ماښام پیل او د شپې تر ناوخته یې ادامه درلوده، په مشاعره کې شاعرانو، نعت ویوونکو او ترانه ویوونکو خپل شعرونه، نعتونه او ترانې ګډونوالو ته واورول.

۱۴۴۶/۱۲/۳ هـ ق
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۵:۴۸
Background image

پنجشېر کې د مطالعې او کتاب ‌لوستلو په نامه پروګرام پیل شو

د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د مطالعې او کتاب ‌لوستلو په نامه پروګرام جوړ شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نصرالله ملکزاده وویل: له یاد پروګرام څخه موخه د مطالعې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۵:۴۸
Background image

پنجشېر کې د مطالعې او کتاب ‌لوستلو په نامه پروګرام پیل شو

د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د مطالعې او کتاب ‌لوستلو په نامه پروګرام جوړ شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نصرالله ملکزاده وویل: له یاد پروګرام څخه موخه د مطالعې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۵:۴۲
Background image

ننګرهار کې د غږیزو رسنیو مسلکي ارزونه پیل شوه

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر وايي: دغه ولایت کې ټولې غږیزې رسنۍ په مسلکي ډول ارزیابي کیږي، ترڅو شته نیمګړتیاوې یې تشخیص او د اصلاح په برخه کې ورسره همکاري. . .

BACK TO NEWS