ټولنیزې رسنۍ د ځوان نسل د فکري رغونې په موخه باید وکارول شي

دغه څرګندونې د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي د ټولنیزو رسنیو (یوټیوب، ټویټر/ایکس، فسبوک، انسټګرام...) له یو شمېر چلوونکو سره په لیدنه کې وکړې.
ښاغلي رسولي زیاته کړه، ټولنیزې رسنۍ د پراخ پیغام رسولو مخکښې وسیلې دي، چې د ځوان نسل د فکري رغونې او سمون لپاره باید استعمال شي او د ټولنیزو رسنیو له چلوونکو څخه یې وغوښتل چې له خپلو ټولنیزو پاڼو څخه دې د اسلام، شریعت او ټولنې د پرمختګ لپاره کار واخلي او د ټولنې د اصلاح په موخه دې له یادو رسنیو څخه د ناوړو او ناسمو رواجونو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.
په ورته وخت کې د ټولنیزو رسنیو چلوونکو د دې ناستې جوړولو په موخه د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسؤلینو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې پخوا یې هم په ټولنه کې د ناوړو او ناسمو رواجونو له منځه وړلو او یو شمېر ګټورو موضوعاتو په اړه خپرونې جوړې کړې دي او له دې وروسته به هم هڅه کوي، ترڅو په دې برخه کې لاډېر کار وکړي.
۱۴۴۶/۱۲/۷ هـ ق