موسی کلا کې له ځوانانو سره د همږغۍ غونډه وشوه

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت په مشرۍ د موسی کلا ولسوالۍ په مرکزي تفریحي پارک کې ځوانانو سره د همږغۍ غونډه وشوه.
د ځوانانو چارو آمر په خپلو خبرو کې د غونډې ګډونوالو ته وویل: ځوانان د ټولنې راتلونکی ټاکي او ټولې هیلې ورپوري تړلې دي، دوی باید خپلي ځوانۍ په تعلیم، پرمختګ او د نظام په ملاتړ کې مصرف کړي.
نوموړي زیاته کړه؛ اوس اسلامي او خپلواک نظام قائم شوی دی، باید ملاتړ یې وکړو، د دښمن په دروغجنو تبلیغاتو غلط نشو او خپل منځ کې متحد واوسو، همدا راز د ځوانانو چارو آمر هلمند کې خپل فعالیتونه له ځوانانو سره شریک کړل او ځوانانو ته يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
تر څنګ يې ځوانانو خپلي ستونزې او غوښتنې له مسؤلينو سره شريکې کړې، چې د مسؤلينو له لوري د ستونزو د حل کولو ژمنه ورسره وشوه.
۱۴۴۶/۱۰/۲۲ ق