زابل کې د رسنيزو سرغړونو د ارزونې کمېټې غونډه تر سره شوه

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۵:۱۸
....

د زابل ولایت په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د رسنيزو سرغړونو د کميټې غونډه د اطلاعاتو د آمر مولوي عبدالحنان جابر په مشرۍ د کميټې د ټولو غړو په شتون کې ترسره شوه.

د غونډې په ترڅ کې د رسنیو پر ستونزو او هغو شکایتونو باندې بحث وشو، چې یادې کمېټې ته راجع شوي و.
 د اطلاعاتو آمر مولـوي عبدالحنان جابر وويل: بايد رسنۍ بې توپيره چلند وکړي او داسي خپرونې جوړې کړي چې د خلکو تر منځ د کرکې او تبعيض سبب ونه ګرځي.

یاده غونډه کې  پريکړه وشوه، چې بايد د هغو نا معلومو خبريالانو او کسانو مخه ونيول شي، چې د زابل ولايت له مثبتو راپورونو څخه منفي راپورونه جوړوي او يا هم پرديو شريرو رسنيو ته کار کوي.

همداراز د کمېټې ټولو غړو وویل: ډيره اړينه ده، ترڅو د  ولايت په  کچه رسنۍ کنټرول شي او د رسنيو له لوري هغه څه نشر شي، چې د ځوان نسل د فکر جوړولو او خپلو ملي عنعناتو ته پکښې کار شوى وى.

١٤٤٥/١٠/١٣هــ ق
١٤٠٣/٢/٣هــ ش

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۸:۴۸
Background image

د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو کمېسیون نوبتي ناسته وشوه

چهارشنبه (د جمادی الاولی ۲۱مه، ۱۴۴۷ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د وزیر، ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني صاحب په مشرۍ د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو کمېسیون نوبتي ناسته د وزارت مقام کې ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

سرپل کې د فريلانسینګ د زده کړې مرکز پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت له‌خوا، د اکټید دفتر په همکارۍ، د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د عامه کتابتون په ودانۍ کې د فريلانسینګ زده‌کړو مرکز پرانیستل شو.
. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

غزني کې د بیان ازادۍ د وضعیت په نوم یوه ورځنی سیمینار جوړ شو

په غزني ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د بیان ازادۍ د وضعیت په نوم یو ورځنی روزنیز سمینار جوړ شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار د دې سیمینار د جوړېدو موخه د. . .

BACK TO NEWS