زابل کې د رسنيزو سرغړونو د ارزونې کمېټې غونډه تر سره شوه

wares_admin
Mon, Apr 22 2024 3:18 PM
....

د زابل ولایت په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د رسنيزو سرغړونو د کميټې غونډه د اطلاعاتو د آمر مولوي عبدالحنان جابر په مشرۍ د کميټې د ټولو غړو په شتون کې ترسره شوه.

د غونډې په ترڅ کې د رسنیو پر ستونزو او هغو شکایتونو باندې بحث وشو، چې یادې کمېټې ته راجع شوي و.
 د اطلاعاتو آمر مولـوي عبدالحنان جابر وويل: بايد رسنۍ بې توپيره چلند وکړي او داسي خپرونې جوړې کړي چې د خلکو تر منځ د کرکې او تبعيض سبب ونه ګرځي.

یاده غونډه کې  پريکړه وشوه، چې بايد د هغو نا معلومو خبريالانو او کسانو مخه ونيول شي، چې د زابل ولايت له مثبتو راپورونو څخه منفي راپورونه جوړوي او يا هم پرديو شريرو رسنيو ته کار کوي.

همداراز د کمېټې ټولو غړو وویل: ډيره اړينه ده، ترڅو د  ولايت په  کچه رسنۍ کنټرول شي او د رسنيو له لوري هغه څه نشر شي، چې د ځوان نسل د فکر جوړولو او خپلو ملي عنعناتو ته پکښې کار شوى وى.

١٤٤٥/١٠/١٣هــ ق
١٤٠٣/٢/٣هــ ش