د ښوونیزو کورسونو د ۵۰ مه اصلاحي غونډه ترسره شوه

rahmatullah
جمعه ۱۴۰۱/۱۱/۷ - ۲۲:۵
نیمروز

زرنج، د رجب المرجب ۴ مه/د سلواغې ۶ مه

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښوونیزو کورسونو ۵۰ مه اونیزه اصلاحي غونډه «ښه ویناکوونکی او په ټولنه کې ګټور انسان» تر عنوان لاندې پداسې حال کې چې د زرنج ښار دوو تنو علماوو، مولوي عبدالحميد "عزيزي"، مولوي محمد فاضل "واقد"، د يادو کورسونو استاذانو او زده کوونکو هم حضور درلود، د دغه رياست د غونډو په تالار کې ترسره سوه.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل، ورپسې د زرنج ښار یو تن دیني عالم، مولوي عبدالحمید "عزیزي" د ښه ویناکوونکي په ارزښت او ځانګړتیاوو خبرې وکړې او ویې ویل، پر د موضوع حاکميت او تسلط، له ايتونو او احاديثو څخه ګټه اخېستنه د حقايقو او واقعیتونو بيانول د ویناوالو لپاره مهم وبلل.

همدارنګه د یاد ولایت یو تن دیني عالم مولوي محمد فاضل "واقد"، له نورو سره نېکي کول، صدقه ورکول او ښوونه او روزنه د ګټورو انسانانو لپاره اړین یاد کړ.
  
په یاده غونډه کې د یاد کورسونه څخه ۶ تنو زده کوونکو خپلې مقالې او نعتونه ولوستل .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۴۱
Background image

(د افغانستان اقتصادي رنسانس) کتاب مخکتنه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د لیکوال عبدالوافي نایبزي لیکلي آثر (د افغانستان اقتصادي رنسانس) مخکتنه وشوه.
د مخکتنې په دې غونډه کې د عامه کتابتونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

کندوز کې د شمال ختیځ زون په کچه د ریدي‌ګل دودیزه مشاعره ترسره شوه

د کندز اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ترنم او ترانو ریاست په همکارۍ د شمال ختیځ زون په کچه د ریدي ګل دودیزه مشاعره ترسره شوه، چې په دې مشاعرې کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۵
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کاپیسا اطلاعاتو او کلتور رئیس په مشرۍ د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس له رسنیو څخه د امارتي ادارو او. . .

BACK TO NEWS