د ښوونیزو کورسونو د ۵۰ مه اصلاحي غونډه ترسره شوه
زرنج، د رجب المرجب ۴ مه/د سلواغې ۶ مه
د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښوونیزو کورسونو ۵۰ مه اونیزه اصلاحي غونډه «ښه ویناکوونکی او په ټولنه کې ګټور انسان» تر عنوان لاندې پداسې حال کې چې د زرنج ښار دوو تنو علماوو، مولوي عبدالحميد "عزيزي"، مولوي محمد فاضل "واقد"، د يادو کورسونو استاذانو او زده کوونکو هم حضور درلود، د دغه رياست د غونډو په تالار کې ترسره سوه.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل، ورپسې د زرنج ښار یو تن دیني عالم، مولوي عبدالحمید "عزیزي" د ښه ویناکوونکي په ارزښت او ځانګړتیاوو خبرې وکړې او ویې ویل، پر د موضوع حاکميت او تسلط، له ايتونو او احاديثو څخه ګټه اخېستنه د حقايقو او واقعیتونو بيانول د ویناوالو لپاره مهم وبلل.
همدارنګه د یاد ولایت یو تن دیني عالم مولوي محمد فاضل "واقد"، له نورو سره نېکي کول، صدقه ورکول او ښوونه او روزنه د ګټورو انسانانو لپاره اړین یاد کړ.
په یاده غونډه کې د یاد کورسونه څخه ۶ تنو زده کوونکو خپلې مقالې او نعتونه ولوستل .