د پکتیکا ولایت له لیکوالانو، شاعرانو، ترانم کوونکو او ترانه ویونکو سره د همغږغۍ ناسته وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ترنم او ترانو رئیس په یو رسمي سفر د پکتیکا ولایت له لیکوالانو، شاعرانو او ترنم ویونکو سره لیدنه وکړه او د دوی د مالي ملاتړ او کاري چوکاټ لپاره یې د منظور شوي طرزالعمل په اړه معلومات شریک کړل.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ترنم او ترانو رئیس مولوي امان الله مستفغر ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا محمد امین حذیفه، یو شمېر ځایي امارتي ادارو مسؤلینو، لیکوالانو، شاعرانو، ترانم کوونکو او ترانه ویونکو ګډون کړی وو.
د غونډې کډون کوونکو د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: پکتیکا د علم او ادب کور دی، داسې استعدادونه لرو، چې د هېواد په کچه پرې حساب کولای شو او په تېریو دریو کلونو کې د لیکوالي، شعر، ترنم او ترانو ویلو په برخو کې ښه لاسته راوړنې او پرمختګونه رامنځته شوي دي.
دوی د لیکوالانو، شاعرانو، ترانم کوونکو او ترانه ویونکو د ستونزو او وړاندیزونو په اړه خبرې وکړې او د لیکوالانو او شاعرانو د کتابونو د چاپ د ترانم کوونکو او ترانه ویونکو لپاره ثبت خونه د جوړولوغوښتونکي شول.
په ورته وخت کې د ترنم او ترانو رئیس مولوي امان الله مستفغر د لیکوالانو، شاعرانو، ترانم کوونکو او ترانه ویونکو د مالي ملاتړ او کاري چوکاټ لپاره د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان له مخې د جوړ شوي طرزالعمل په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه؛ هر هغه څوک، چې زموږ د ارزښتونو او د ټولنې د غوښتنو په برخه کې قلم څرخوي، موږ یې ملاتړ کوو.
ښاغلي مستغفر د لیکوالانو، شاعرانو، ترانم کوونکو او ترانه ویونکو ستونزو ته د رسېدنې پوره ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې تېرو لسیزو کې زموږ فرهنګ او ادبي دریځ باندې سخت ګوزارونه شوي دي، چې بېرته پالل او جوړول یې د قلم د خاوندانو مهم مسؤلیت دی.
د ویلو وړ ده، چې د غونډي په پای کې مشاعره هم ترسره شوه، چې راغلیو شاعرانو خپل غزلونه، شعرونه، نظمونه او ترانې زمزمه کړې.
۱۴۴۶/۱۲/۸ هـ ق