د مطبعو، خپرندویانو اتحادیو، کتاب او کاغذ پلورونکو ستونزو ته د رسېدنې کمېټې غونډه وشوه

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۸:۵۵
...

یکشنبه (۲۹ جمادي‌الاول ۱۴۴۶)  د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بیهقي کتابونو د خپرونو ریاست په دفتر کې د مطبعو، خپرندویانو اتحادیو، کتاب او کاغذ پلورونکو ستونزو ته د رسېدنې کمېټې غونډه د دې ریاست د رئیس مولوي عبدالعلیم ځانواک مفتي‌زاده په مشرۍ د کمېټې د غړو په ګډون د دوی د ستونزو او ننګونو د حل لپاره وشوه.

غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه؛ وروسته د کمېټې غړو د خپلو ستونزو او ننګونو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او د بیهقي کتابونو د خپرونو رئیس دوی ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

د غونډې په پای کې د خپرندویانو او کتاب پلورونکو ستونزو او وړاندیزونو په اړه  پرېکړه وشوه، چې ( د خپرندویانو، کتاب پلورونکو او مطبعو لپاره د ځانګړي مارکېټ او فرهنګي بازار رامنځته کول، د خپرندویانو او شخصي کتاب پلورونکو لپاره ځانګړې مالي تخفیف، د کاغذ، خامو موادو، د قرآن کریم او کتابونو د چاپ لپاره د ګمرکي محصولاتو معافیت او تخفیف، د امارتي ادارو په ځانګړې توګه د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزارتونو اړتیا وړ کتابونو د کورنیو خپرندویانو او مطبعو څخه اخېستل، د ځانګړو دیپارتمنتونو (صحافت، ډیزاین، مینیاتوري، د کتابونو چاپ لپاره تخنیکي برق) جوړول) د لوړو زده‌کړو بنسټونو لخوا د ریاست الوزراء منظورۍ ته واستول شي. غونډه د دعا په لوستلو پای ته ورسېده.

۱۴۰۳/۹/۱۱ ه‍ ق

۲۰۲۴/۱۲/۱ زېږدیز

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۰:۵۷
Background image

د نیمروز ښوونیز مرکز کې د وړیا زده کړو نوې دوره پیل شوه

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند  ښوونیز مرکز کې د دولسم پړاو ژمنیو وړیا زده کړو دوره پیل شوه. 
د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مفتي حبیب‌الله الهام دیادې دورې د پيل پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د ناشرينو، کتابپلورونکو، چاپخونو او کاغذ واردوونکو د ستونزو د هوارۍ غونډه ترسره شوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معینیت د بیهقي کتاب خپرولو ریاست لخوا د ناشرينو، کتابپلورونکو، چاپخونو او کاغذ تولیدوونکو او واردوونکو د ستونزو د هوارۍ او همږغۍ غونډه د مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۲:۷
Background image

په بادغیس کې د رسنیو استازو او خبریالانو سره د همږغۍ غونډه  وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا د رسنیو استازو او خبریالانو سره د همږغۍ غونډه د اطلاعاتو او کلتور د رئيس مولوي مطیع الله متقي په مشرۍ وشوه.
د غونډې په پيل کې د اطلاعاتو. . .

BACK TO NEWS