د زرنج ښار له یو شمېر ځوانو ترنم ویونکو سره د همږغۍ ناسته وشوه

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۴۰
تا

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رئیس الحاج مفتي حبیب‌الله الهام په مشرۍ د کلتوري پروګرامونو د پراختیا او په دې برخه کې د لا زیاتو خدمتونو د ترسره کولو په موخه د زرنج ښار له یو شمېر ځوانو ترنم ویونکو سره د همږغۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس د یادې غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: د ټولنې د کلتوري ودې په ځانګړې توګه د ترنم لپاره باید په ګډه کار وکړو، هڅه مو کړې ده، چې د ټولو کلتوري قشرونو لپاره پروګرامونه ترتیب کړو، ترڅو له دوی څخه ملاتړ وکړو او هغوی وهڅوو، په دې برخه کې تاسو د ځوانانو د استعدادونو د هڅولو او کشفولو لپاره د ترنم د سیالیو شاهدان یاست.
د غونډې ګډونوالو د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له فعاليتونو څخه د مننې ترڅنګ د ترنم په برخه کې خپل وړانديزونه او نظرونه وړاندې کړل، چې د اطلاعاتو او کلتور رئيس هم د کلتوري پروګرامونو د ښه والي لپاره د دوی وړاندیزونه واورېدل او ژمنه یې وکړه چې دې برخه کې به هیڅ راز هڅه ونه سپموي.

۱۴۴۶/۹/۱۷ ق
۱۴۰۳/۱۲/۲۷ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۲۶
Background image

د بغلان په ګزرګاه نور ولسوالۍ کې د ځوانانو د فکري ودې او ذهنیت جوړونې غونډه ترسره شوه 

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دې ولایت په ګزرګاه نور ولسوالۍ کې د ځوانانو د فکرې ودې او ذهنیت جوړونې غونډه ترسره شوه او د غونډې ګډونوالو د نوي نسل د فکري روزنې په برخه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۴۲
Background image

بادغیس کې د رسنیو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همږغۍ ناسته وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د رسنیزو همکاریو د پیاوړتیا او د خبریالانو د ستونزو د حل لپاره د اطلاعاتو او کلتور د رئیس په مشرۍ له خبریالانو او د سیمه ‌ییزو رسنیو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د زرنج ښار له یو شمېر ځوانو ترنم ویونکو سره د همږغۍ ناسته وشوه

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رئیس الحاج مفتي حبیب‌الله الهام په مشرۍ د کلتوري پروګرامونو د پراختیا او په دې برخه کې د لا زیاتو خدمتونو د ترسره کولو په موخه د زرنج ښار له یو شمېر. . .

BACK TO NEWS