د بېګم او د ځوانانو راډيو ګانو د بیاځلي فعالیت په اړه اعلامیه

د بېګم او ځوانانو راډيوګانو ، چې په کابل او نږدې ولایتونو کې یې په FM څپو نشرات درلودل، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لورې څه موده وړاندې د فعالیت له جواز څخه د ناوړه استفادې، له بهرنیو تحریم شویو رسنیو سره د همکاري له امله وځنډول شول. داچې یادو رسنیو په تکراري ډول د خپلو نشراتو د بیا پیل غوښتنه کوله؛ نو د نشراتي معینیت سره تر تعهد وروسته؛ چې خپل نشرات به د افغانستان اسلامي امارت او د ژورنالیزم د اصولو په رڼا کې پرمخ وړي او په راتلونکي کې به له هر ډول سرغړونو ډډه کوي؛ د بیا فعالیت اجـازه ورکړل شوه.
دا چې اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو او خبریالانو ملاتړې اداره ده؛ نو په هیواد کې د ټولیزو رسنیو پر نشراتو د څار ترڅنګ د ا.ا.ا نشراتي تګلارو، اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو، افغاني کلتور په رڼا کې ملاتړ کوي.
۱۴۴۶/۸/۲۳ ق
۱۴۰۳/۱۲/۴ ل