لغمان کې لسګونه تاریخي ساحې سروې او ثبت شوې

panah_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۴:۳۲
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغونپوهنې ریاست مسؤلین وايي: چې د دې ریاست تخنیکي پلاوي د لغمان ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۲۷ لرغوني ساحې سروې او ثبت کړې.
د لرغونپوهنې رئیس ذبیح الله سادات وویل: د یاد ریاست مسلکي پلاوي د لنډ مهالي ماموریت پر مهال د لغمان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې دغه تاریخي ساحې تثبیت کړې، چې له ډلې يې درې لرغونې ساحې په مهترلام ښار، شپږ لرغونې ساحې په قرغه‌یو، څوارلس لرغونې ساحې په علینگار  او څلور لرغونې ساحې په علیشنگ ولسوالۍ کې سروې، ثبت او پېژندل شوې دي.
همداراز، په علیشنگ ولسوالۍ کې درې کتیبې هم موندل شوي، چې د براهمي سارادا رسم الخط لري، دا کتیبې تر اوسه نه دي لوستل شوي او لا زیاتو څېړنو ته اړتیا لري، سروې شوې ساحې زیاتره له اسلام نه مخکې دورې پورې تړاو لري، چې د بوداییزم د موریایي او کوشاني واکمنیو پورې اړه لري.

ښاغلي سادات زیاته کړه؛ د لرغونپوهنې ریاست مسلکي پلاوي د ولسواليو له مسؤلینو او ځايي اوسېدونکو سره د تاريخي آثارو او لرغونو ساحو د اهميت په اړه خبرې کړي دي، تر څو د دې آثارو چې د ملي هويت ښکارندویي کوي، له تخريب او قاچاق څخه مخنيوی وشي.

۱۴۴۶/۸/۲۳ ق
۱۴۰۳/۱۲/۴ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۲
Background image

لغمان کې د خپرونو چارو معين د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي او پر ټوليزو رسنيو د څار رئيس مولوي صفي الله رائد لغمان ولايت ته د سفر پر مهال د دغه ولايت د رسنیو له مسؤلینو او خبريالانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲۱
Background image

لغمان کې د ژورناليستانو او خبريالانو د فکري، عقيدوي او مسلکي ظرفيت لوړونې يو ورځنی سیمینار ترسره شو

دغه سیمینار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ د عامه کتابتون د غونډو په تالار کې جوړ شوی و، چې د خپرونو چارو معين. . .

BACK TO NEWS