د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رياست له ښوونيز مرکز څخه په لسګونو تنه ځوانان فارغ شول

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۱:۶
oikjhgt

 د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو رياست له وړيا ښوونیز مرکز څخه ٣٠ تنو ځوانانو د انګلیسي ژبې له دريو مياشتنیو زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس انجنير ذبيح الله اميري د عصري علومو په تېره بيا د انګليسي ژبې د زده کړې په ارزښت خبرې وکړې او ويې ويل: په اوسني وخت کې د دې نړيوالې ژبې زده کول د ځوانانو لپاره يو اړين امر دى، چې په دې مهارت سره کولاى شي د ښه سفیرانو په توګه د دیني ارزښتونو په دفاع، د دین په خپرولو او د هېواد د اصیل کلتور په پیاوړتیا کې اغېزمن رول ولوبوي. 
ښاغلي امیري زیاته کړه، چې په سیمه ییزو ژبو خبرې کول ځوانانو ته دا توان ورکوي، چې په بېلابېلو برخو کې فعاله ونډه ولري او په علم سره ځان سمبالولو باندې د خپل هېواد د پرمختګ په برخه کې ګامونه واخلي. 

د دغه ښوونيز مرکز يو شمېر زده کوونکو هم د يادو پروګرامونو په پیل باندې خوښي څرګنده کړه او له مسوولينو يې وغوښتل، چې د نورو ځوانانو لپاره هم د يادو ښوونیزو پروګرامونو لړۍ جاري وساتي. 

د يادونې وړ ده چې د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رياست په وړيا ښوونيز مرکز کې شاوخوا ۳۰۰ تنه ځوانان د کمپيوټر، انګليسي ژبې او ویناوالۍ په برخو کې روزل کېږي.

۱۴۴۶/۵/۲۱ ه‍ ق
۱۴۰۳/۹/۳ ه‍ ش

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۸:۳۹
Background image

نورستان کې د سياحينو لپاره د جوړېدونکي هوټل څخه نظارت ترسره شو

             د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سميع الحق حق بيان سياحينو ته د جوړېدونکي هوټل څخه د کارونو د چټکتيا او ښه ترسراوي په موخه د هوټل د بېلا بېلو خونو، احاطوي دېوال،. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۱:۶
Background image

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رياست له ښوونيز مرکز څخه په لسګونو تنه ځوانان فارغ شول

 د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو رياست له وړيا ښوونیز مرکز څخه ٣٠ تنو ځوانانو د انګلیسي ژبې له دريو مياشتنیو زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د بدخشان. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۰:۵۸
Background image

د تخار ولایت د خبریالانو او رسنیو له مسوولینو سره د همږغۍ ناسته ترسره شوه

د تخار د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د حکومت، خبریالانو او د رسنیو مسوولینو تر منځ د لا ښه انسجام، کره او بې طرفه اطلاع رسونې لپاره د همږغۍ ناسته جوړه شوې وه.

د تخار د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS