نورستان کې د سياحينو لپاره د جوړېدونکي هوټل څخه نظارت ترسره شو
د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سميع الحق حق بيان سياحينو ته د جوړېدونکي هوټل څخه د کارونو د چټکتيا او ښه ترسراوي په موخه د هوټل د بېلا بېلو خونو، احاطوي دېوال، اهن پوش او د موادو په ښه کيفيت باندې ټینګار او څارنه ترسره کړه.
ښاغلي سمیع الحق حق بیان وویل: دا لومړی ځل دی چې د نورستان په مرکز کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له داخلي بوديجې څخه يو معياري هوټل جوړېږي، چې دوه ويشت خونې او دوه طبقې به یې په بنسټیز ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
نوموړي زیاته کړه؛ چې د دې هوټل کارونه تر دې دمه ښه روان دي او دې سره به داخلي او بهرنيو سيلانيانو ته د استوګنې له پاره ګڼ شمېر سهولتونه رامنځته شي.
۱۴۴۶/۵/۲۱ ه ق
۱۴۰۳/۹/۳ ه ش