د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رياست له ښوونيز مرکز څخه په لسګونو تنه ځوانان فارغ شول

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۱:۶
oikjhgt

 د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو رياست له وړيا ښوونیز مرکز څخه ٣٠ تنو ځوانانو د انګلیسي ژبې له دريو مياشتنیو زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس انجنير ذبيح الله اميري د عصري علومو په تېره بيا د انګليسي ژبې د زده کړې په ارزښت خبرې وکړې او ويې ويل: په اوسني وخت کې د دې نړيوالې ژبې زده کول د ځوانانو لپاره يو اړين امر دى، چې په دې مهارت سره کولاى شي د ښه سفیرانو په توګه د دیني ارزښتونو په دفاع، د دین په خپرولو او د هېواد د اصیل کلتور په پیاوړتیا کې اغېزمن رول ولوبوي. 
ښاغلي امیري زیاته کړه، چې په سیمه ییزو ژبو خبرې کول ځوانانو ته دا توان ورکوي، چې په بېلابېلو برخو کې فعاله ونډه ولري او په علم سره ځان سمبالولو باندې د خپل هېواد د پرمختګ په برخه کې ګامونه واخلي. 

د دغه ښوونيز مرکز يو شمېر زده کوونکو هم د يادو پروګرامونو په پیل باندې خوښي څرګنده کړه او له مسوولينو يې وغوښتل، چې د نورو ځوانانو لپاره هم د يادو ښوونیزو پروګرامونو لړۍ جاري وساتي. 

د يادونې وړ ده چې د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رياست په وړيا ښوونيز مرکز کې شاوخوا ۳۰۰ تنه ځوانان د کمپيوټر، انګليسي ژبې او ویناوالۍ په برخو کې روزل کېږي.

۱۴۴۶/۵/۲۱ ه‍ ق
۱۴۰۳/۹/۳ ه‍ ش

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۸:۳۶
Background image

از امور ساخت هوتل برای گردشگران در ولایت نورستان نظارت گردید

 مولوی سمیع‌الحق حق‌بیان رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت نورستان به منظور تسریع و بهبود کارها از اتاق‌ها، دیوار احاطوی، آهن پوش و بخش‌های مختلف هوتل برای گردشگران نظارت کرد و بر استفاده از. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۱:۱۰
Background image

ده‌ها تن جوان از مرکز آموزشی ریاست اطلاعات و فرهنگ بدخشان فارغ شدند

از مرکز آموزشی رایگان آمریت امور جوانان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت بدخشان ۳۰ تن جوان بعد از آموزش سه ماهه زبان انگلیسی سند فراغت بدست آوردند.
انجینر ذبیح الله امیری رییس اطلاعات و. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۱:۴
Background image

نشست هماهنگی با خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها در تخار برگزار شد

از سوی ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت تخار نشست هماهنگی میان حکومت، خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها جهت انسجام بهتر دراطلاع‌رسانی دقیق و بی‌طرف برگزار شد.
مولوی ذبیح الله انصاری رییس اطلاعات. . .

BACK TO NEWS