د بامیان د باستاني ښار غلغلې څخه لیدنه وشوه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۲:۲۱
dfghyuj

د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د بامیان د یوې پېژندل شوې لرغونې سیمې (غلغلې) ښار  له وضعیت څخه لیدنه او نظارت وکړ.  
د بامیان د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري سید مصطفی صالح د دې ښار په اړه وویل "دا ښار د افغانستان د اسلامي دورې له پخوانیو او تاریخي ښارونو څخه دی او زیاته یې کړه، د بامیان د اطلاعاتو او کلتور ریاست په پام کې لري چې په راتلونکي کال کې د یونیسکو نړیوالې ادارې په مرسته د دې ښار ځینې سیمو بیا رغونه وکړي "
همدارنګه د بامیان د اطلاعاتو او کلتور رئیس د (۰۱۲) قطعې اړوند مسؤلینو څخه وغوښتل چې په منظم ډول د دې ښار امنیتي وضعیت وڅېړي او د خپل مسوولیت په چوکاټ کې د غیر قانوني ودانیو جوړونو د مخنیوي او د تاریخي آثارو د ساتنې لپاره جدي اقدامات وکړي.

۱۴۴۶/۸/۱۳ هـ ق
۱۴۰۳/۱۱/۲۴ هـ ل

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱/۱ - ۱:۳۷
Background image

د هلمند له وړيا ښوونيز مرکز څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له وړیا ښوونيز مرکز څخه په پنځمه دوره کې د عربي ژبې تر شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۵۲ تنه ځوانان فارغ شول.

د ځوانانو چارو. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱/۱ - ۱:۳۰
Background image

د جهادي ارزښتونو د ساتني عمومي ریاست پلاوي د ۲۰۵ البدر قول اردو له قوماندان او د کندهار له امنیه قومندان سره وکتل

د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رئیس مولوي ذبیح الله نوراني او ورسره مل پلاوي د کندهار ولايت د ۲۰۵ البدر قول اردو قومندان ملا احمد شاه دین دوست او امنیه قومندان مولوي طالب سره وکتل.

د. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱/۱ - ۱:۲۷
Background image

د پنجشېر له وړيا ښوونيز مرکز څخه ۳۰۰ ځوانان فارغ شول

د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له وړیا ښوونیز مرکز څخه ۳۰۰ تنه ځوانان د کمپيوټر په برخه کې د درې میاشتنيو زده کړو تر بشپړولو وروسته د يو لړ ځانګړو مراسمو. . .

BACK TO NEWS