د بامیان د باستاني ښار غلغلې څخه لیدنه وشوه
![dfghyuj](/sites/default/files/2025-02/20250212_120917.jpg)
د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د بامیان د یوې پېژندل شوې لرغونې سیمې (غلغلې) ښار له وضعیت څخه لیدنه او نظارت وکړ.
د بامیان د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري سید مصطفی صالح د دې ښار په اړه وویل "دا ښار د افغانستان د اسلامي دورې له پخوانیو او تاریخي ښارونو څخه دی او زیاته یې کړه، د بامیان د اطلاعاتو او کلتور ریاست په پام کې لري چې په راتلونکي کال کې د یونیسکو نړیوالې ادارې په مرسته د دې ښار ځینې سیمو بیا رغونه وکړي "
همدارنګه د بامیان د اطلاعاتو او کلتور رئیس د (۰۱۲) قطعې اړوند مسؤلینو څخه وغوښتل چې په منظم ډول د دې ښار امنیتي وضعیت وڅېړي او د خپل مسوولیت په چوکاټ کې د غیر قانوني ودانیو جوړونو د مخنیوي او د تاریخي آثارو د ساتنې لپاره جدي اقدامات وکړي.
۱۴۴۶/۸/۱۳ هـ ق
۱۴۰۳/۱۱/۲۴ هـ ل