د بامیان د باستاني ښار غلغلې څخه لیدنه وشوه

tawana_admin
Wed, Feb 12 2025 12:21 PM
dfghyuj

د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د بامیان د یوې پېژندل شوې لرغونې سیمې (غلغلې) ښار  له وضعیت څخه لیدنه او نظارت وکړ.  
د بامیان د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري سید مصطفی صالح د دې ښار په اړه وویل "دا ښار د افغانستان د اسلامي دورې له پخوانیو او تاریخي ښارونو څخه دی او زیاته یې کړه، د بامیان د اطلاعاتو او کلتور ریاست په پام کې لري چې په راتلونکي کال کې د یونیسکو نړیوالې ادارې په مرسته د دې ښار ځینې سیمو بیا رغونه وکړي "
همدارنګه د بامیان د اطلاعاتو او کلتور رئیس د (۰۱۲) قطعې اړوند مسؤلینو څخه وغوښتل چې په منظم ډول د دې ښار امنیتي وضعیت وڅېړي او د خپل مسوولیت په چوکاټ کې د غیر قانوني ودانیو جوړونو د مخنیوي او د تاریخي آثارو د ساتنې لپاره جدي اقدامات وکړي.

۱۴۴۶/۸/۱۳ هـ ق
۱۴۰۳/۱۱/۲۴ هـ ل