د مطبعو، فوتو کاپي او کتاب پلورنځیو له مسؤلینو سره د کاپي رايټ اصولو د ښه تطبیق په موخه ناسته وشوه

wasim_admin
Wed, Sep 16 2026 3:57 PM
...

‏د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کاپي رايټ آمر مولوي عبدالظاهر مخلص د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر په شتون کې د جوزجان ولایت اړوند د مطبعو، فوتو کاپي او کتاب پلورنځیو له مسؤلینو سره د کاپي رايټ د اصولو او طرزالعمل د ښه طبیق په موخه ناسته وکړه.
‏د کاپي رايټ آمر وویل: د لیکوال له اجازې پرته د دوی د لیکنو او کتابونه چاپ کول غیر قانوني کړنه ده او له دې کار څخه باید په جدي توګه ډډه وشي، تر څو د کتاب ارزښت او د لیکوالانو حقونه خوندي پاتې شي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه کوي، چې هېواد کې د کتاب چاپ لا معیاري کړي ترڅو د لیکوالانو حقونه خوندي پاتې شي، ټول لیکولان باید خپلو چاپ ته چمتو کتابونو لپاره د کاپي رايټ آمریت څخه د مسلسل (ISBN) شمېره واخلي.
ورته مهال د اطلاعاتو آمر وویل: د جوزجان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کاپي رایټ د اصولو او طرزالعمل د تطبیق په برخه کې دوامداره هڅې کړي دي، د چاپخانو او کتاب پلورنځیو ستونزې څېړل شوي او د حل لپاره اړوندو ادارو سره شریکې شوې دي.
دغه راز د مطبعو، فوتو کاپي، خپرندویانو او کتاب پلورنځیو مسؤلینو ژمنه وکړه، چې د کاپي رایټ اصولو د تطبیق په برخه کې به پوره همکارۍ وکړي، دوی خپل یو لړ ستونزې هم له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړې، چې د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو.

۱۴۴۸/۴/۳ هـ ق

تازه ترین اخبار

Wed, Sep 16 2026 2:01 PM
Background image

Signage and Advertising Boards Reform Commission Reviews  Signs in Kabul’s Sixth District

The Signage and Advertising Boards Reform Commission, affiliated with the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and Culture, continued its field. . .

Tue, Sep 15 2026 1:44 PM
Background image

Meeting Held with Faryab Printing Presses and Bookstores to Strengthen Copyright Compliance

A meeting was held with representatives of printing presses, publishing houses, and bookstores in Faryab Province to discuss the implementation of copyright principles and the. . .

Tue, Sep 15 2026 12:18 PM
Background image

Deputy Minister for Publications Affairs Meets with Media Representatives and Journalists in Faryab

On  2 Rabi al-Thani 1448 AH Mawlawi Muhajir Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs of the Ministry of Information and Culture, met with a number of journalists and. . .

BACK TO NEWS