د مطبعو، فوتو کاپي او کتاب پلورنځیو له مسؤلینو سره د کاپي رايټ اصولو د ښه تطبیق په موخه ناسته وشوه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کاپي رايټ آمر مولوي عبدالظاهر مخلص د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر په شتون کې د جوزجان ولایت اړوند د مطبعو، فوتو کاپي او کتاب پلورنځیو له مسؤلینو سره د کاپي رايټ د اصولو او طرزالعمل د ښه طبیق په موخه ناسته وکړه.
د کاپي رايټ آمر وویل: د لیکوال له اجازې پرته د دوی د لیکنو او کتابونه چاپ کول غیر قانوني کړنه ده او له دې کار څخه باید په جدي توګه ډډه وشي، تر څو د کتاب ارزښت او د لیکوالانو حقونه خوندي پاتې شي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه کوي، چې هېواد کې د کتاب چاپ لا معیاري کړي ترڅو د لیکوالانو حقونه خوندي پاتې شي، ټول لیکولان باید خپلو چاپ ته چمتو کتابونو لپاره د کاپي رايټ آمریت څخه د مسلسل (ISBN) شمېره واخلي.
ورته مهال د اطلاعاتو آمر وویل: د جوزجان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کاپي رایټ د اصولو او طرزالعمل د تطبیق په برخه کې دوامداره هڅې کړي دي، د چاپخانو او کتاب پلورنځیو ستونزې څېړل شوي او د حل لپاره اړوندو ادارو سره شریکې شوې دي.
دغه راز د مطبعو، فوتو کاپي، خپرندویانو او کتاب پلورنځیو مسؤلینو ژمنه وکړه، چې د کاپي رایټ اصولو د تطبیق په برخه کې به پوره همکارۍ وکړي، دوی خپل یو لړ ستونزې هم له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړې، چې د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو.
۱۴۴۸/۴/۳ هـ ق
