سرپل کې د کتاب او کتاب‌لوستنې د اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

wasim_admin
Wed, May 06 2026 3:56 PM
..

د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتاب او کتاب‌لوستنې د اوونۍ د لمانځنې په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو، چې پکې ګڼ شمېر فرهنګيانو، د مطالعې مینه‌والو او ځوانانو ګډون  کړی و.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د مطالعې پر اهمیت او د کتاب پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: کتاب د ټولنې د لارښوونې، پوهاوي او ویښتیا روښانه څراغ دی. نوموړي زیاته کړه چې ځوانان د ټولنې بنسټیز ځواک دی او باید د علم او پوهې سره د مینې له لارې ځانونه د علم په ګاڼه سمبال کړي او د دین، نظام او ټولنې د صادقانه خدمت په لار کې هڅې وکړي.
دغه راز د سرپل ولایت مقام د دفتر رئیس علم او پوهه د یوې سالمې ټولنې له بنسټیزو ستنو څخه وبلله او ویې ویل: د اسلام مبارک دین ټول خلک د علم د زد‌کړو، تفکر او تدبر لوري ته رابولي، نوموړي زیاته کړه چې کتاب د دین او دنیا د ښه درک لپاره مهمه وسیله ده او هره کورنۍ مسؤلیت لري چې خپل اولادونه مطالعې، زده‌کړې او سالمې روزنې ته وهڅوي.
ګډونوالو هم د داسې فرهنګي پروګرامونو له جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړه او دا یې د مطالعې فرهنګ د عامولو په برخه کې اغېزمن ګام وباله. د ګډونوالو په وینا، د دې ډول فرهنګي پروګرامونو جوړول کولی شي ځوانان کتاب او پوهې ته لا ډېر وهڅوي.

۱۴۴۷/۱۱/۱۹ هـ ق

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS