د اطلاعاتو او کلتور وزیر د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې له استازو سره وکتل

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۸:۵۲
....

نن یکشنبه ( ۲۲ د شوال المکرم ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزیر الحاج ملا خیرالله خیرخواه  په خپل کاري دفتر کې د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې له یو شمېر استازو سره وکتل.

په پیل کې د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې د ګډونوالو په استازولۍ نور حکیم یار د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه جرګه له افغانستان اسلامي امارت، هېوادوالو او نړیوالو سره د خبرو تفاهم او همکارۍ له لارې په افغانستان کې د ثبات او پرمختګ لپاره کار کوي.

ښاغلي حکیم یار په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستایلې او زیاته یې کړه چې په هېواد کې اسلامي نظام په ډېرو قربانیو واکمن شوی چې د ساتنې لپاره یې باید ډېرې هڅې وشي.

ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزیر الحاج ملا خیر الله خیرخواه د یادې جرګې د ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو د اورېدلو ترڅنګ وویل: د افغانستان اسلامي امارت ټول مشران او مسئولین په هېواد کې د اسلامي نظام د ساتنې، د هېواد د آبادۍ او پرمختګ او همدارنګه د هېوادوالو د هوساینې لپاره شپه او ورځ هڅې کوي او د خلکو د ستونزو لپاره د حل لارې لټوي.

ښاغلي خیرخواه زیاته کړه چې په هېواد کې د اسلامي نظام په بیا واکمنېدو سره د افغانانو ترمنځ کرکې له منځه تللې او د هرې ورځې په تېرېدو سره یووالي پیاوړی کېږي، نو اوس د دې وخت دی چې ټول د اسلامي نظام په ساتنه کې خپل مسئولیت ترسره او ملاتړ یې وکړي. په پای کې د هغوی د ستونزو او غوښتنو د حل په برخه کې د  همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

 

 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۹:۲
Background image

وزیر اطلاعات و فرهنگ با نمایندگان جرگه مشورتی افغان‌های مقیم خارج دیدار کرد

یک‌شنبه مورخ(۲۲ شوال المکرم ۱۴۴۶) الحاج ملا خیرالله خیرخواه وزیر اطلاعات و فرهنگ در دفتری کاریش با نمایندگان جرگه مشورتی افغان‌های مقیم خارج دیدار کرد.

در آغاز نور حکیم به نمایندگی. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۴:۲۱
Background image

بازدید معین فرهنگ و هنر از امور بازسازی بالاحصار کابل 

مولوی عتیق الله عزیزی معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ، معاون وزارت دفاع ملی در رأس یک هیأتی تخنیکی و فرهنگی از امور ساخت‌وساز بالاحصار کابل بازدید و نظارت کردند.
در این دیدار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۰:۱
Background image

امضای تفاهم‌نامه‌های همکاری با مراکز آموزشی شهر زرنج ولایت نیمروز

مفتی حبیب‌الله الهام رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت نیمروز با مسوولان مراکز آموزشی خصوصی شهر زرنج تفاهم‌نامه‌های همکاری امضاء کرد.
آقای الهام هدف از امضای این تفاهم‌نامه‌ها را رشد تعلیمی در. . .

BACK TO NEWS