د اطلاعاتو او کلتور وزير د روسیې فدراتيف د چيچن جمهوریت پلاوي سره وکتل

panah_admin
Mon, Jan 06 2025 3:27 PM
...

(دوشنبه، 5 رجب المرجب ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزیر الحاج ملا خیرالله خیرخواه د روسیې فدارتیف پلاوي سره چې مشري یې د چچن جمهوریت د علومو اکاډمۍ رئیس ښاغلي جمبولات عمروف او د روسیې فدراتیف د ملیتونو شورا مرستيال کوله په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په پیل کې، ښاغلي عمروف د نړۍ مسلمانان د یوې کورنۍ په څېر یاد کړل او زیاته یې کړه: دا پلاوی ستاسو د کورنۍ د یوه غړي په توګه د روسیې فدراتیف استازیتوب کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي او کلتوري اړیکو د ټینګښت لپاره افغانستان ته راغلی دی.
همدارنګه، ښاغلي عمروف په نړۍ کې د اصیل اسلامي کلتور په معرفي کولو ټینګار وکړ او ویې ویل: دا کار کولی شي هغه بې‌اساسه تبلیغات رد کړي چې د اسلام په اړه شتون لري او د اسلام حقیقي انځور نړۍ ته وړاندې کړي. نوموړي همدارنګه ډاډ ورکړ چې روسیه او د چچن جمهوریت چمتو دي چې په مختلفو برخو کې د افغانستان د خلکو  سره د تجربو د زده‌کړې او شریکولو په برخه کې همکاري وکړي.
ورپسې ښاغلي الحاج ملا خیرالله خیرخواه پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د ښاغلي عمروف خبرې تایید کړې او اسلام یې د ورورولۍ او دوستۍ دین وباله؛ هغه زیاته کړه چې اسلام د نړۍ د مسلمانانو د وصل، قوت او اتحاد ټکی دی.
ښاغلي خیرخواه صاحب وویل: افغانستان له پنځه څلوېښت کلونو وروسته د ټول هېواد په کچه امنیت لري او په مختلفو برخو کې ډېر پرمختګونه او لاسته ‌راوړنې لري، خو د یو باثباته او پرمختللي افغانستان د جوړولو لپاره لا ډېر وخت ته اړتیا ده.
همدارنګه ښاغلي خیرخواه صاحب زیاته کړه: اوس د افغانستان او روسیې فدراتیف ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لپاره ښه فرصت برابر شوی او د وخت په تېرېدو سره دغه اړیکې لا پراخېدی شي او زموږ مسوولیت دی چې خپل اصیل کلتور ملتونو ته معرفي کړو، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتور د ودې زمینه برابره شي.
په پای کې ښاغلي خیرخواه صاحب افغانستان ته د دې پلاوي راتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په لاره کې یو مثبت ګام او نېک پیل وباله او د ورته ګامونو پر  دوام یې ټینګار وکړ.

۱۴۰۳/۱۰/۱۷ ه‍‌ ل
۲۰۲۵/۱/۶ زېږدیز

تازه ترین اخبار

Mon, May 11 2026 3:37 PM
Background image

Representatives of the ALIPH Foundation Pledge to Launch and Continue Numerous Cultural Projects

Mawlawi Atiqullah Azizi, the deputy minister for Art and Culture at the Ministry of Information and Culture, met with representatives of the ALIPH Foundation: Carlos Eduardo and. . .

Mon, May 11 2026 1:56 PM
Background image

Regular Meeting of the Book Evaluation Commission Held

On Monday, 24 Dhul-Qa’dah 1447 AH, the regular meeting of the Book Evaluation Commission of the Ministry of Information and Culture’s Deputy Ministry for Publications Affairs was held. . .

Sun, May 10 2026 4:07 PM
Background image

The Minister of Information and Culture Meets with the Human Rights Representative from the UNAMA Office

The Minister of Information and Culture, Sheikh Sher Ahmad Haqqani, held a meeting with Ms. Fiona Frazer, the Human Rights Representative of the United Nations Assistance Mission in. . .

BACK TO NEWS