د اطلاعاتو او کلتور وزير د روسیې فدراتيف د چيچن جمهوریت پلاوي سره وکتل

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۵:۲۷
...

(دوشنبه، 5 رجب المرجب ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزیر الحاج ملا خیرالله خیرخواه د روسیې فدارتیف پلاوي سره چې مشري یې د چچن جمهوریت د علومو اکاډمۍ رئیس ښاغلي جمبولات عمروف او د روسیې فدراتیف د ملیتونو شورا مرستيال کوله په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په پیل کې، ښاغلي عمروف د نړۍ مسلمانان د یوې کورنۍ په څېر یاد کړل او زیاته یې کړه: دا پلاوی ستاسو د کورنۍ د یوه غړي په توګه د روسیې فدراتیف استازیتوب کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي او کلتوري اړیکو د ټینګښت لپاره افغانستان ته راغلی دی.
همدارنګه، ښاغلي عمروف په نړۍ کې د اصیل اسلامي کلتور په معرفي کولو ټینګار وکړ او ویې ویل: دا کار کولی شي هغه بې‌اساسه تبلیغات رد کړي چې د اسلام په اړه شتون لري او د اسلام حقیقي انځور نړۍ ته وړاندې کړي. نوموړي همدارنګه ډاډ ورکړ چې روسیه او د چچن جمهوریت چمتو دي چې په مختلفو برخو کې د افغانستان د خلکو  سره د تجربو د زده‌کړې او شریکولو په برخه کې همکاري وکړي.
ورپسې ښاغلي الحاج ملا خیرالله خیرخواه پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د ښاغلي عمروف خبرې تایید کړې او اسلام یې د ورورولۍ او دوستۍ دین وباله؛ هغه زیاته کړه چې اسلام د نړۍ د مسلمانانو د وصل، قوت او اتحاد ټکی دی.
ښاغلي خیرخواه صاحب وویل: افغانستان له پنځه څلوېښت کلونو وروسته د ټول هېواد په کچه امنیت لري او په مختلفو برخو کې ډېر پرمختګونه او لاسته ‌راوړنې لري، خو د یو باثباته او پرمختللي افغانستان د جوړولو لپاره لا ډېر وخت ته اړتیا ده.
همدارنګه ښاغلي خیرخواه صاحب زیاته کړه: اوس د افغانستان او روسیې فدراتیف ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لپاره ښه فرصت برابر شوی او د وخت په تېرېدو سره دغه اړیکې لا پراخېدی شي او زموږ مسوولیت دی چې خپل اصیل کلتور ملتونو ته معرفي کړو، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتور د ودې زمینه برابره شي.
په پای کې ښاغلي خیرخواه صاحب افغانستان ته د دې پلاوي راتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په لاره کې یو مثبت ګام او نېک پیل وباله او د ورته ګامونو پر  دوام یې ټینګار وکړ.

۱۴۰۳/۱۰/۱۷ ه‍‌ ل
۲۰۲۵/۱/۶ زېږدیز

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۸:۲
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون اوونیزه غونډه وشوه

دوشنبه( ۵ د رجب ۱۴۴۶) اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د کتاب ارزونې کمېسيون نوبتي غونډه وشوه. 

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د کتاب ارزونې کمېسیون. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزير د روسیې فدراتيف د چيچن جمهوریت پلاوي سره وکتل

(دوشنبه، 5 رجب المرجب ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزیر الحاج ملا خیرالله خیرخواه د روسیې فدارتیف پلاوي سره چې مشري یې د چچن جمهوریت د علومو اکاډمۍ رئیس ښاغلي جمبولات عمروف او د روسیې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۱:۱۰
Background image

افغانستان د روسیې او سیمې سره د کلتوري اړیکو د لا ټینګښت ملاتړ کوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق‌الله عزیزي د روسیې فدراتیف د چچن جمهوریت له پلاوي سره چې، د چچن جمهوریت د علومو اکاډمۍ مشر ښاغلي جمبولات عمروف او د روسیې. . .

BACK TO NEWS