د ځوانانو چارو معینیت له لوري ولايتي آمرينو ته ښوونیز سيمينار پا ته ورسيد
سه شنبه ( ۱۷ د شعبان ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت اړوند د ۳۳ ولايتي آمرينو او مديرانو ۱۰ ورځنی نظري او عملي ښوونيز سيمينار پاي ته ورسيد .
په ياده غونډه کي د ځوانانو چارو معین قاري محمد يونس راشد آمرینو او مدیرانو ته په خطاب کي وویل: داچي تاسو ته يو دروند مسؤلیت د ځوانانو اصلاح او فکري روزنه درسپارل شوې، باید د چارو د پرمختګ لپاره له ډیر غور او فکر څخه کار واخلئ .
ښاغلي راشد همدارنګه د آمرینو او مدیرانو اخلاص او رښتونولي وستايله او مننه یي ورڅخه وکړه .
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي سعدالدین سعید وویل: تاسو په ولایتونو کي د ځوانانو استازي یاست د ځوانانو مشورې واورئ ستونزې يي تر مشرانو ورسوئ او د حل هڅه یې وکړئ.
ديادونې وړه ده چي د يادې غونډې په ورستيو شیبو کي د ځوانانو معینیت له لوري امرينو ته يوه پايه لپ ټاپ کمپيوټر او بري ليکونه هم ورکړل شول.
