د ځوانانو چارو معینیت له لوري ولايتي آمرينو ته ښوونیز سيمينار پا ته ورسيد

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۶:۳۹
…

سه شنبه ( ۱۷ د شعبان ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت اړوند د ۳۳ ولايتي آمرينو او مديرانو ۱۰ ورځنی نظري او عملي ښوونيز سيمينار پاي ته ورسيد .

په ياده غونډه کي د ځوانانو چارو معین قاري محمد يونس راشد  آمرینو او مدیرانو ته په خطاب کي وویل: داچي تاسو ته يو دروند مسؤلیت د ځوانانو اصلاح او فکري روزنه درسپارل شوې، باید د چارو د پرمختګ لپاره له ډیر غور او فکر څخه کار واخلئ .
ښاغلي راشد همدارنګه د آمرینو او مدیرانو اخلاص او رښتونولي وستايله او مننه یي ورڅخه وکړه .

ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي سعدالدین سعید وویل: تاسو په ولایتونو کي د ځوانانو استازي یاست د ځوانانو مشورې واورئ ستونزې يي تر مشرانو ورسوئ او د حل هڅه یې وکړئ.

ديادونې وړه ده چي د يادې غونډې په ورستيو شیبو کي د ځوانانو معینیت له لوري امرينو ته يوه پايه لپ ټاپ کمپيوټر او بري ليکونه هم  ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۸
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او د سیمه‌ ییزو رسنیو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌الله متقي په مشرۍ، د دغه ولایت د ویاندویانو او د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د رسنیو له مسئولینو، خبریالانو او امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مقام کې د کندهار مرستیال والي مولوي سیف‌الدین تائب، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني په شتون کې د رسنیو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې په موخه یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت مرستیال والي مولوي محمد انس عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح، د یونیسکو سازمان استازو، د پروژو ترسره کوونکې شرکت استازو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون. . .

BACK TO NEWS