د هلمند د ځوانانو ښوونیز مرکز زده کوونکو ته د عامه کتابتون په اړه معلومات ورکول شول

wares_admin
Sat, Dec 30 2023 12:51 PM
.....

تېره ورځ د هلمند ښوونیز مرکز زده کوونکو ته د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند عامه کتابتون په اړه د یوې غونډې په ترڅ کي معلومات ورکول سوه.
په پیل کي د عامه کتابتون مسؤل محسن عمري  له راغلو زده کوونکو څخه مننه وکړه چي د خپلو علمي معلوماتو د غني کولو په ترڅ کې یې نن ورځ د هلمند عامه کتابتون ته ځانګړې کړې وه.
نوموړي زیاته کړه؛ د هلمند عامه کتابتون د زده کوونکو، محصلانو، طالب العلمانو دعلم او پوهې مینوالو ته د زده کړې لپاره ځانګړې برنامې لري او د علمي معلوماتو د حاصلولو لپاره يې ښه زمینه برابره کړې ده، چې باید ورڅخه پوره استفاده وکړل شي.
د یاد ښوونیز مرکز استاد نور احمد احمدي زده کوونکي عامه کتابتون ته د راتګ لپاره وهڅول تر څو ورڅخه معلومات ترلاسه او خپله پوهه زیاته کړي.
 ۱۴۴۵/۶/۱۵ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۸ ھ ش

تازه ترین اخبار

Wed, Oct 21 2026 11:40 AM
Background image

Sar-e Pul Hosts Cultural Coordination Meeting and Traditional Sports Festival

The Deputy Ministry for Culture and Arts of the Ministry of Information and Culture held a cultural coordination meeting and traditional sports festival in Sar-e Pul, bringing together. . .

Wed, Oct 21 2026 10:37 AM
Background image

Media Complaints and Violations Commission Holds Regular Meeting

The Commission for the Investigation of Media Complaints and Violations held its regular meeting at the Deputy Ministry for Publications Affairs, chaired by Mawlawi Muhajir Farahi,. . .

Wed, Oct 21 2026 10:26 AM
Background image

Balkh Holds Seminar on Youth Responsibilities in Strengthening the Islamic System and Advancing the Country

The Provincial Department of Information and Culture in Balkh held a one-day training seminar titled “Youth Responsibilities in Strengthening the Islamic System and Advancing the. . .

BACK TO NEWS